دکندهاردولايتي شوراد نوماندانو مناظره

اسدالله زړه سواند | اپریل 1st, 2014


په کندهار کي ولايتي شورا ته ويل سوی ستونزي تر ويلو محدودي وي

دا ځل ښکاري، چي په کندهار ولايت کي خلک د ټاکنو په ارزښت او د استعداد لرونکي کانديدانو په ټاکلو بشپړ خبر سوي او د هغوئ د بې صلاحيتونو شعارونو په وسيله نه تېر ايستل کېږي.

دا وګړي، چې زيات يې ځوان او لوستي کسان دي، په يوې مناظرې کي يې د ولايتي شورا له نويو کانديدانو ته يې ننګونکي پوښتنې وکړې.
دغه مناظره په کندهار کې د ځوانانو کاروان د ټولنې له لوري جوړه سوې، چي د ٧٢ کانديدانو له لوري يې څو محدودو نويو کانديد سويو نارينه او ښځينه نوماندانو ګډون کړى وو.

يادې مناظرې ته په کندهار کې د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو کمېسيون چارواکي او د دغه ولايت لسګونه اوسېدونکي هم راغوښتل سوي وه، ترڅو د کانديدانو شکايتونه او نيوکې هم واوري.

د ولايتي شورا يوه کانديد کبير دروېش په مناظره کې د تېرو دورو پر کانديدانو نيوکې وکړې، چي د کندهار لپاره يې مهم فرصتونه د لاسه ورکړي او د خلکو ستونزې يې تر اړوندو چارواکو پورې نه دي رسولي.

د کندهار ولايتي شورا ته بل کانديد عزت الله واصفي بيا د شکايتونو د اورېدو کمېسيون پر چارواکو نيوکه وکړه، چي هغه کانديدان يې هم ليست ته اچولي، چي اسناد يې بشپړ نه وه او د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد يې هم نه درلودل.

دغه کانديد د خلکو څخه په ټاکنو کې د برخې اخيستلو غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چي د بريالي کېدو په صورت کې به د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

وروسته د کندهار ولايتي شورا ته نوماند سېلمان شاه ببرک، خان محمد افغان او فريدې احمدې خبرې وکړې.

هغوئ وويل، چي دامهال د کندهار ولايتي شورا ته د خلکو ټولې ستونزې تر اورېدو محدودي وي، خو ډاډ يې ورکړ، چي د هر کور اړيکه به د ارګ سره ټينګوي او د هر چا ستونزه به د اړوند چارواکي پوري رسوي.

دوى زياته کړه، چي د ولايتي شورا ځيني کانديد پرته له دې، چي د خلکو خدمت وکړي، لا يې د غلو ملا وتړل، د خپلو شخصي ګټو لپاره يې په دولتي ادارو کې نااهله کسان په دندو وګمارل او د خلکو ستونزو ته يې شا کړل.

دغه مناظرې ته د ولايتي شورا له ليست څخه د تحصيلي اسنادو د نه شتوالي له امله ليري سوى کانديد محمد يعقوب سروري هم راغلى وو.

هغه وويل، چي د شکايتونو کمېسيون پرته له دې، چي وخت ورکړي او يا يې اسناد وڅېړې هغه يې له ليست څخه ليري کړى دئ، په داسي حال کي، چي هغه د کمپاين لپاره لګښتونه او مصارف کړي دي.

وروسته د ټاکنو د شکايتونو اورېدو کمېسيون رئيس مړوند وزيري په وار د هر کانديد سوالونه جواب کړل.

هغه وويل، چي محمد يعقوب حيدري د مرکزي دفتر له لوري د ليسته ايستل سوى، خو زياته يې کړه، چي دغه کسانو بايد ځانونه نه واى کانديد کړي، چي اسناد يې نه درلودل، ځکه د هغوئ لپاره د شرايطو قانون مخکې وضعه سوى وو.

د کانديدانو د موخو او تګلارې د اورېدو وروسته د مناظرې ګډونوالو پوښتنې وکړې.

د هغوئ پوښتنې د طرحو د وړاندې کولو په برخه کې د امکاناتو او سرچينو نه سنجول، د تېرو کانديدانو په څېر د خلکو نه هېرول او ولايتي شورا کانديد کېده د اړيکو او فساد لپاره د نه کولو په برخه کې وې، چي کانديدان يې بې جوابه کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024