هلمند:۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په هلمند كي د پوليسو په عملياتوكې اتو تنو وسله والو ته مرگ ژوبله اوښتې ده
د هلمند د رسنیو دفتر په يوې خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي ،چي ياد سوي عمليات د دوشنبې په ورځ د امنيه قوماندانۍ اړوند د لومړي كنډك د پوليسولخوا د گرشك ولسوالۍ په حاجي عبدالحميد خان په سيمه كې ترسره سوي دي چی په پايله كې يې درى تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه نورټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي په دې عملياتو كي د پوليسو۲۱ كړۍ ماينونه هم کشف او خنثي سوي دي
دغه عمليات په ياده سوې سيمه كي د راروانوټاكنولپاره د خوندي امنيتي فضا د رامنځ ته كولو په موخه ترسره سوي چي اوس مهال پكښي په بشړه توگه د ټاكنولپاره زمينه برابره سوې ده.
سرچینه همدارنګه زیاتوي ،چي بلخوا د موسى کلا په ولسوالی کی تیره ورځ غرمه د يادې ولسوالۍ د جازي په سيمه کې د ماين چاودنې درې تنه وژلي او يو بل ټپي دى
دغه چاودنه هغه مهال، چي ياد کسان د نوزاد ولسوالۍ څخه موسي کلا ولسوالۍ ته پر لاره وو، رامنځته سوې ده
تر اوسه وسلوالو په دې اړه کوم څه ندي ويلي.