لوګر:ځانمرګي برید دوسلوالو ۶مشران ووژل
په لوګر ولایت کي ۶طالب قوماندانان په ځانمرګي برید کي وژل سوي دي
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبر پاڼي په خپرولو سره ویلي چي نن غرمه دولس بجې د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ په شش قلعه سیمه کی ځانمرګي برید وسو او په ترڅ کي يې د وسلوالو طالبانو ۶قوماندانان وژل سوي دي
د سرچینې د معلوماتو له مخي وسلوالو طالبانو غوښتل د چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یوه کس ته د ځانمرګي برید کولو لپاره ور واغوندي چي په دې وخت کي چاودنه رامنځ ته سوې ده،چي د چاودني په ترڅ کي د ځانمرګي بریدګر په ګډون ۷ طالب قوماندانان وژل سوی دي
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم څه ندي ويلي.