وسله والو مخالفينو درې تنه عام وګړي برمته کړي دي
عطاالله محمدي
تېره ورځ سهار نهه بجې مهال وسله والو طالبانو په ميانشين ولسوالۍ کي درې تنه عام وګړي برمته کړي دي.
ياد درې تنه د کندهار د ميانشين ولسوالۍ له سرناوې کلي څخه برمته سوي او نامعلوم ځاى ته وړل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.