کور / تازه خبرونه / «د ټاکنو په ورځ د انټرنټ پاڼو د بندېدلو ګواښونه سته»

«د ټاکنو په ورځ د انټرنټ پاڼو د بندېدلو ګواښونه سته»

په افغانستان کي د ټاکنو په ورځ د يو شمېر انټرنټي پاڼو د بندېدلو امکان سته. د يو بهرني ژورنالست په وينا په زياته بيا هغه وېب پاڼي چي د ټاکنو په تړاو تنقيدي مطالب خپروي ښايي د هيکرانو (کمپيوټري قلف ماتوونکو) لخوا د ګواښ سره مخامخ سي. دا چي د افغانستان يو شمېر رسنيو د حکومت د مخاليفينو د خبرونو د نه خپرولو هوډ کړی دی، ښايي په مجموع کي هغه وېب پاڼي تر بريد لاندي راسي چي د مخاليفينو خبرونه خپروي.