پاکستان د نورو طالبانو خوشي کولو پريکړه کړې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اپریل 5th, 2014


اسلام اباد:پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزيرچودهري نثارعلي خان وايې حکومت به نور ۱۳ طالبان خوشي کوي ، نوموړي په اسلام اباد کې د حکومت او طالبانو د مذاکراتي کميټو د گډي غونډې وروستو وکړو . له دې وړاندې هم حکومت ۱۹ طالبان خوشي کړي دي .د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان مطبوعاتو سره خبرو کې وئيل ، ۱۳ غېر پوځي طالبان به د طالبانو د شورا د کميټۍ سره د ليدنې وړاندې خوشي کولی شي ، او په دويې کې هغه کسان هم شامل دي ، چې طالبانو يې د خوشي کيدو غوښتنه کوي . هغه ووئيل طالبانو سره به ملاقات راتلونکې اوونۍ پورې وشي .چودهري نثار زياته کړه په راتلونکو څو ورځو کې به د خوشي کيدونکو طالبانو سره د خوشي کړی شوؤ طالبانو شمېره ۳۰ ته ورسي ، ولې نوموړي ووئيل طالبانو له هم پکار ده ، چې پروفېسر اجمل خان ، د پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني زويې ، د پنجاب د پخواني گورنر سلمان تاثير زویې ، سرکاري او بهرني خلک چې د هغويې په بند کې دي ، خوشي کړي .نوموړي ووئيل پوځي اپريشن نه دی گران ، امن په ځايې کول گران کار دی ، او وليدل شو چې د مذاکراتو د پېل سره بريدونه څومره کم شوې او څومره خلک بچ شو .د کورنو چارو وزير ووئيل حکومت د مذاکراتو دپاره په ځايې ټاکلو هم غور کوي ، د کوم چې طالبانو غوښتنه کړې او هغې ځايې ته تلل راتلل اسان وي .هغه ووئيل راتلونکي ليدنه کې به دواړه فريقه حکومت او طالبان خپلې خپلې غوښتنې وړاندې کوي ، او نثار دا هم ووئيل ټولې خبرې د ائين لاندې ترسره کيږي ، او حکومت د ملک د گټې په ضد يو قدم هم نه پورته کوي .له دې وړاندې د دواړو کميټو د ليدو وروستو د طالبانو د کميټۍ غړي مولانا سميع الحق مطبوعاتې غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ ، حکومت د طالبانو لخوا د ۱۰م اپريل پورې د اوربند په اعلان اطمنان څرگند کړی دی .نوموړي وئيلي ؤ راتلونکو دوه درې ورځو کې د طالبانو او حکومتي کميټو لېدنه امکان لري او زياته کړې يې وه چې د مذاکراتو په لړ کې د حکومت لخوا پورته کړی شوي گامونه د خيرخواهۍ عکاسي کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024