کور / اقتصادي / په افغانستان کې ترافيک انجينري – Traffic Engineering in Afghanistan

په افغانستان کې ترافيک انجينري – Traffic Engineering in Afghanistan

بسم الله الرحمن الرحيم

په ټوله نړي کې د اړيکتيايي جالونو د کارکوونکو لپاره ترافيک يوه مهمه مسله ګڼل کيږي. تر څو وکولاې شي د سوداګري د اصولو سره سم ښه او غوره خدمات وړاندي او خپل پيرودونکي خوښ او راضي وساتي. که څه هم يو نوی او کوچنی اړيکتيايي جال وی. نن سبا ټوله نړی په شمول د افغانستان په دولتي او خصوصې ډول د اړيکتيايي جالونه په دغه څانګه کی ډيري پيسي لږوي. تر څو وکولاې شي چې د خپلو نورو سيالو اړيکتيايي جالو سره په ښه ډول سيالې وکړي. کله چی په يو اړيکتيايي جال باندی ترافيک د ټاکل شوي اندازې څخه زيات شي. نو د جال ظرفيت (لکه د تبادله کوونکي سويچ د چينلونو شمير، د تبادله کوونکي سويچ ظرفيت، په موجوده حجروي جال کی د راديويي چينلونو شمير) بايد زيات شي. نو په همدې منظور د جال د کار کوونکو له خوا د جال ترافيک په دوامداره توګه څارل کيږي تر څو په راتلونکي کی د احتمالي تقاضا کيدوونکي ترافيک اندازه معلومه کړي. نو د ددغه احتمالي وړاندويني په اساس د جال د ترافيک ظرفيت مخکي له دی چی کومه ستونزه رامنځ ته شي زياتيوی. د ظرفيت جوړوني پلان چی د غوښتل شوي ترافيک لپاره جوړيږي. هغه وخت غوره او موثر تماميدلاې شي چې په نظرې تحليل (Theoretical Analyses) باندی استوار وي. چې له بده مرغه په افغانستان کې خصوصې او دولتې شرکتونه د ترافيک دغه ډول احتمالې زياتوالې لپاره کومه ځانګړي لنډ مهال او اوږد مهال ترافيک پلان نه لري. کله چې د هيواد په يو سيمه کې د ترافيک بې ساري لوړيدنه وليدل شي او بوخت وخت (‌Busy Hour) تر څو مياشتو دوام پيدا کوي. چې د په همدي وخت کې زيات شمير پيرودونکې له خدماتو محرميږي په ځانګړي ډول د لوړ ترافيک په بوخت وخت کې هر پيرودوونکې دي ته اړ باسي چې څو څو ځله د اړيکې ټينګونې کوښښ وکړي تر څو يوه اړيکه ټينګه کړي. چې دا او دې ته ورته مخابراتې خدماتو وړاندي کول بايد په ډيرې ځيرنې سره د دولت له خوا وڅارل شې.

د خدماتو درجه (Grade of Service)
اړيکتيايي جال د خدماتو درجه ټولو هغو پيرودونکو پوري اړه لري. کوم چې په ښه او لوړکيفيت خدمات ترلاسه کوي. او همدارنګه په مساوي ډول د خدماتو درجه د جال د ظرفيت پورې هم اړه لري. چې په کوم اندازه اړيکتيايي جال د پيرودونکو غوښتل شوي خدمات عرضه کولاي شي. ددي لپاره چې پيرودونکي په هر وخت کې جال ته لاس رسي پيدا کړي. نو د خدماتو درجه بايد په سرکټ سويچ (Circuit Switch) کي وڅيړو. چې په کومو حالاتو کې پيرودونکې په برياليتوب سره اړيکه ټينګولاي شي او په کومو حالاتو کې د اړيکې په ټينګونې نه شي بريالې کيداي، چې د اړيکو ټينګيدل او نه ټينګيدل په سيستم کې د پيداشوو ستونزو، د خطاووې شمير (error rate) په ډيريدلو او داسي نورې په جال کې واقع کيدونکې ستونزوله امله پيداکيداي شې. نو د نوموړو ټولو مشکلاتو څخه يواځي د اړيکو د بنديدلو په شونتيا يا احتمال (Probability) په ارزيابي او څيړلو باندي بايد تمرکز وشي. څرنګه چې په لاندي انځور کې ليدل کيږي. چې n پيرودونکي غواړي د جال څخه بهر نورو شميرو سره اړيکې ونيسې. پداسي حال کې چې د چينلونو شمير له n څخه کم دي، طبيعې خبره ده چې يو شمير پيرودونکي نه شي کولای چې خدمات ترلاسه کړي. نو د جال کارکوونکې د ښه خدماتو برابرولو لپاره په احتمالي ډول د ناکامو شو اړيکو معلومولو لپاره د نظر وړ قيمت انتخابوي. چې معمولا تر ټولو لوړ احتمالي قيمت انتخابيږي.
مګر په افغانستان کې د خصوصې مخابراتي شرکتونو د ترافيک د احتمالې زياتوالې لپاره پانګونه نه کيږي تر څو د جال منابع ډيرې کړل شې چې ټولو پيرودونکو ته په بوخت وخت کې د غوښتني سره سم خدمات ورسيږي. مګر بر عکس شرکتونه غواړي چې د پرمختللې تکنالوجې څخه په کارونې سيستم داسي عيار کړي چې په بوخت وخت کې په سيمه د جال شته منابع د يو پيرودونکې پر ځاي د څو پيرودونکو تر منځ وېشې چې په پايله کې اضافه پانګونه چې بايد وشي نه کيږي، مګر خدمات په خراب او ټيټ کيفيت سره ټولو پيرودونکو ته رسيږي. چې دارنګه کړنې غير قانونې او په پرمختللو هيوادونو کې د دولت له خوا په کلکه توګه څارل کيږي.

همدارنګه ځينې وخت داسي هم کيږي چې په ځينو ولايتونو او ولسوالېو کې د دوه يا دري ساعتونو زياتو او کم وخت لپاره مخابراتې خدمات ټکنې او قطع کيږي. چې پړه يي په مستقيم ډول په اړونده مخابراتې شرکت راتللې شې. چې مخابراتې شرکت بايد دي ته اړ شې چې د ستونزي مخنيوي لپاره څو مختلفو نوعه اضافې لينګونه (Redundancies) ولري. چې اضافې او سترې پانګونې ته اړتيا لري او په عينې وخت کې دولت د مالېي په ورکولو سره ډيرې پېسې دولت ته راځې. خو له بده مرغه خصوصې شرکتونه دغه ډول کار ته زړه نه ښه کوي، که څه هم له دغو ډول ستونزو سره تل مخامخ کيږي خو ددي کار د مخنيوې لپاره د دولت څخه غوښتنه کوم چې خصوصې شرکتونه په کلکه توګه وڅاري او د مخابراتې خدماتو د ټکنې کيدلو څخه مخنيوي وکړي او شرکتونه پدي برخه کې لا زياتې پانګونې ته اړ کړي. او په يوه ولايت يا ولسوالې کې د يو ساعت لپاره د مخابراتي خدماتو نه شتون بايد د نړيوالو قوانينو په رڼا کې جرم وګڼل شې.

بل اساسي فکتور چې د خدماتو درجه اغيزمنه کوي عبارت له هغه وخت څخه دي، چې يو پيرودونکې د خدماتوترلاسه کولو لپاره ورته په انتظار کې پاتي کيږي. نو د تيلفوني خدماتو مقدماتي پلان بايد داسي جوړ او طراحي شي چې وکولای شي د پيرودونکو د يو ترتيبي کتار او نوبت په ډول منظم ترتيب شي. ترڅو د جال ټول هغه چينلونه چې استعمال شوي نه وي، په ترتيبې ډول په پيرودونکو باندي وويشل شې. چې مخابراتې خدماتو ترلاسه کولو لپاره مقدماتې وخت د ITU-T لخوا په لوړه پيمانه تر يوي نيمې ثاني (1.5 sec) پوري ښودل شويدي. چې له بده مرغه د افغانستان دننه ټول خصوصې او دولتې مخابراتي شرکتونه نوموړي وخت د خپلې پانګونې او شته منابعو په اساس تعينوي او آن تر پنځوېشت ثانيو (25 sec) پوري هم په سيستمونو کې ليدل شوي دي. دا پدي مانا چې که مخابراتې جال کونه ستونزه هم ونه لري نو په عادي ډول پيرودونکې د يو اړيکې لپاره بايد تر پنځوېښت ثانيو (25 sec) پوري اضافه تم شې. چې دغه ډول کړنې په تخنيکې ډول جرم ګڼل کيږي او مخابراتې شرکتونه بايد جريمه کړل شې ترڅو په راتلونکې کې ښه او غوره خدمات وړاندي کړي.

بوخت وخت (‌Busy Hour)
د جال ظرفيت جوړوني پلان په بوخت وخت کې د ترافيک شدت له مخې محاسبه کيږي. چې په همدي اساس غير له بوخت وخت څخه په عادي وخت کې د خدماتو درجه (Grade of Service) تل ښه او د قناعت وړ وي. بوخت وخت (Busy Hour) عبارت له هغه ساعت څخه دي. چې د يو کال په موده کې په اوسط ډول د ترافيک شدت خپل اعظمي حد ته ورسيږي. بوخت وخت د اعظمي ترافيک شدت له مخي د يو کال په لومړيو لس کاري ورځو کې مشخص کيږي. چې په لس کاري ورځو کې هره ورځ پرله پسي پينځلس دقيقي کې د اعظمي ترافيک شدت له مخي په اوسط ډول بوخت وخت پيژندل کيږي.

اساسي هدف دادي چې د خدماتو د درجې (Grade of Service) تر ټولو کوچنی ظرفيت پيداکړو. د موضوع د لاپوهاوي لپاره لاندي انځور په نظر کې نېسو، چې د يو محلي سويچ مرکز دی. چې يو زيات شمير پيردونکي لري. او نوموړی محلي سويچ د يو کم شمير n چينلونه درلودونکې دي. چې پيرودونکې يي له n څخه زياتې اړيکې ټينګول غواړي نو سويچ د کافې چينلونو په نه درلودلو سره اړيکې په موقتي ډول دړه (Blocking) کوي، چې په پايله کې پيرودونکې دي ته اړ باسې چې د دوهم او دريم ځل لپاره بايد اړيکه ټينګه کړي. او که چيري د پيرودونکو د اړيکې نيونې شميره په تصادفي ډول تغير مننوونکي وي. نو پدي ډاډمن اوسي چې دړه کيده (‌Blocking) هيڅ نه واقع کيږي. چې پداسې حالت کې معمولا د پيرودونکو د اړيکو شمير د چينلونو له تعداد سره مساوي کيږي. مګر داسې ډير کم واقع کيږي چې په بوخت وخت کې د پيرودونکو او چينلونو شميره سره مساوي وي. ځکه چې سويچ سره د وصل شوو پيردونکو شميره په بوخت وخت کې د چينلونو له شميرې څخه لوړ وي. او يواځې د چينلونود شمير په اندازه پيرودونکې کولای شي چې يو وخت کې اړيکې ټينګيږي کړي. د ظرفيت جوړونې د اصولو له مخې د يو جال ظرفيت د اړونده جال د چينلونود شميرې څخه عبارت دي. او ظرفيت جوړيدنه له اقتصادي پلوه او پيردونکو له ليدلوری د جال په واسطه د وړاندي شوو خدماتو څخه د پيرودونکو خوښي ده.

خو له بده مرغه په افغانستان کې د يو عادي وګړي په توګه دابه مو په وار وار ازمايلې وي. چې د اړيکې ټينګولو پر وخت د لومړي ځل پر ځاي دوهم او دريم ځل شميري په دايرولو سره د اړيکې په ټينګويدلو بريالې کيږي. چې دا ټول د مخابرتې شرکتونو د کافې پانګونې نه شتون دي مګر نوموړي مخابراتې شرکتونه ترافيک په هيڅ صورت له لاسه نه ورکوي. ځکه چې بيا بيا دايرولو او د غږ په ناسم اوريدلو سره ممکن مکالمه اوږده هم شې. چې په پايله کې مخابراتي شرکت ته ښه عوايد رسيږي او د جال منابعې يي د اوږد وخت لپاره په اعظمې ډول استعماليږي. او يواځې افغان وګړي دي چې له خرابو او ټيټ کيفيت لرونکو خدماتو څخه برخمن کيږي.

د مخابراتو د مسلکې انجينر او څيړونکې په ډول مې دولت ته دا وړانديز دي. چې مخابراتي خدمات له ډيرو مختلفو طريقو څخه زيانميږي، که ډيري کوچنې ګڼل کيږي. او له موقع څخه په ګټه اخېستنې مخابراتې شرکتونه په ناسالمه ډول ډيرې پېسې ترلاسه کوي او مخنيوي يي هغه وخت کيداي شې چې سياسې موضوعات يوې لور پرېښودل ته پريښودل شې. او په هيواد کې شته ځوان نسل په مخابراتي تکنالوجې باندي د اړتيا سره سم سمبال او وخت پر وخت د اړيکتيايي تکنالوجې له نوي تحولات باخبره کړل شې. او په عينې وخت کې خصوصې شرکتونه جال ته لاسرسې پيدا کړي، تر څو د هغوي د خدماتو احصاييوي ارقام وخت په وخت وڅارل شې. او د سرغړونې په صورت کې له هماغه مخابراتې شرکت سره د نړيوالو قوانيونو په رڼا کې چلند وشې.

ارلينګ پيژندنه او ترافيک شدت (Erlang & Traffic Intensity)
ترافيک انجنيري لپاره اړينه بولم چې لوستونکې په ارلينګ او ترافيک شدت باندي وپوهيږي. د اړيکتيايي جال د ترافيک شدت د سرکټ سويچ (Circuit Switch) کړۍ يا لينګ لپاره د ارلينګ (Erlang) په نوم ياديږي. د لوستونکو د لاپوهاوي لپاره وويلې شم چې ارلينګ د لومړي ځل لپاره د ډانمارکي عالم اي کې ارلينګ (A. K. Erlang) په واسطه رامنځ ته او تيوري يي پرمخ يوړل شوه.
چې د ترافيک شدت واحد يا ارلينګ په لاندي دوه ډول سره تعريف يا پيژندل شويدي.
ارلينګ: د اړيکتيايي جال د استعماليدونکې چينلونو د اوسط (ميانې) سلنه (فيصد) راپه ګوته کوي.
ارلينګ: د اشغال شوي سرکټ وخت او د اشغاليدونکې سرکټ (Free سرکټ) تر منځ نسبت ته ارلينګ ويل کيږي. په ساده ژبه هغه مقدار ترافيک چې د يو يا څو پيرودونګو پواسطه توليد او يو سرکټ د يو ساعت لپاره بوخت وساتې. د ارلينګ پنوم ياديږي.
ارلينګ د لاپيژندنې لپاره لاندي بيلګې په نظر کې نېسو:
• که چيري د يو پيرودونکې د ترافيک شدت يو ارلينګ وي. نو وويلې شو چې نوموړي پيرودونکې نوموړي سرکټ د شپيتو دقيقو (60 Minutes) لپاره بوخت ساتلې دی.
• که چيري يو سرکټ د يو پيرودونکې پواسطه د يو ساعت څخه يواځې د شپږو دقيقو (6 mintues) لپاره بوخت وساتل شوي. نو وويلې شو چې 6 minutes/60 minutes ارلينګ يا 100 mErl ترافيک توليد شويدي.
• د يو E1 يا 2 Mbps (30 PCM channels) سيستم لپاره تر ټولو لوړ ترافيک شدت درېش ارلينګ (30 erlangs) دی. دا پدي ډول چې ټول چينلونه د شپيتو دقيقو (60 Minutes) لپاره په بوخت وخت کې کارول شوي دي.
د افغانستان په خصوصې مخابراتې شرکتونو کې مو د ترافيک انجنيري په اړه لومړنې تحقيقات دا په ډاکه کوي چې په هيواد کې دننه د ګرځنده تيلفون هر پيرودونکې په فې ساعت بوخت وخت (‌Busy Hours) کې له 10 mErl څخه تر 200 mErl پوري ترافيک توليدوي. چې ټيټه درجه ترافيک معمولا د هيواد عادي وګړي او لوړه درجه ترافيک د سوداګرو پواسطه توليديږي.