په مرکز ښرنه کې د پکتيکاپوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي

د لراوبر اداره | اپریل 14th, 2014


په مرکز ښرنه کې د پکتيکاپوهنتون لپاره د دوه تدريسي او يوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبرې ددې ولايت مسؤولينو لخوا کېښودل شوې، په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صميم وايي چې يادې ودانۍ به د يو کال په اوږدو کې د ۵۵ مېليونه افغانيو په مالي لګښت ورغول شي.
د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې په لومړي ځل د پکتيکا پوهنتون لپاره د دوه تدريسي او يوې اداري ودانۍ د رغولو چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پيل شوې

د پکتيکا والي محب الله صميم وايي چې پر يادو ودانيو به نږدې ۵۵ مېليونه افغانۍ ولګول شي او چارې به يې د يو کال په اوږدو کې بشپړې شي.

د پکتيکا د قومونو د يووالي شورا مشر ملامعصوم خيروي وويل چې په هېواد کې شته ستونزې يوازې د زده کړو له لارې هوارولای شو

د ځوانانو په استازيتوب ازاد خبريال عبيدالله سروضوال په پکتيکا کې د دا ډول علمي مرکز جوړېدل مهم ياد کړ او پدې برخه کې يې د سيمه ييزې ادارې هڅې وستايلې

پکتيکا پوهنتون دوه کاله پخوا منظور شوی چې دا مهال د ښوونې روزنې او کرهڼې دوه پوهنځي لري چې محصلين يې تر دې مهاله د ښرنې د دارالعلوم له ودانۍ څخه ګټه پورته کوي،

Copyright Larawbar 2007-2024