هيڅ هڅه د سولي مخه نه سي نيولاى
عطاالله محمدي
انیس: هیڅ هڅه د سولې مخه نه شي نیولای
د سولې بهیر، د طالبانو د پخواني چارواکي اغاجان معتصم لا درکه کیدل او په کابل کې د امریکا د سفیرهغه څرګندونې چې امنیتي سند به د افغانستان له نوي ولسمشر سره لاسلیکوي، د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم مطالب دي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی، چې هیڅ هڅه د سولې مخه نه شي نیولای.
ورځپانه لیکي، د سولې لپاره خنډ طالبان نه، بلکې هغه کسان دي، چې په سیمه ییزه کچه له دې ډلې څخه ملاتړ کوي.
ورځپاڼه لیکي، طالبان د پردیو په ولکه کې دي او د هغوي په اشاره او تیشه د خپلو ولس ریښې پرې کوي.
انصار:
انصار ورځپاڼې بیا د افغان سناتورانو هغه اندیښنه راخیستې، چې ویلې یې دي د اغاجان معتصم نیول کیدل د افغانستان په وړاندې یوه خطرناکه استخباراتي لوبه ده.
د ورځپاڼې په باور سناتورانو له افغان حکومته غوښتي، چې دا موضوع په جدي ډول وڅیړي او اغاجان معتصم افغانستان ته راولي.
ورځپاڼې د مشرانو جرګې د مشرفضل الهادي مسلمیار هغه خبره راخیستې، چې ویلې یې دي، هر هغه څوک چې د افغانستان د سولې لپاره کار کوي، نیول کیږي.
مسلمیار وړاندې ویلي، چې د معتصم نیول کیدل، دوی ته د منلو نه دي.
سروش:
سروش ملت ورځپاڼې بیا په غټو ټکو یو عنوان لیکلی، چې د افغانستان د سولې د ناکامۍ هڅې.
ورځپاڼه په مطلب کې لیکي، تر اوسه افغان حکومت د اغاجان معتصم د سرنوشت په اړه خبر نه دی او داسې ویل کیږي چې نوموړی به د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی وي.
سروش ملت لیکي، معتصم له طالبانو سره د افغان حکومت د تماس یوه لویه وسیله وه.
اطلاعات:
اطلاعات ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کی لیکلي، امریکا اماده ګي ښودلې، چې د افغانستان له نوي ولسمشر سره امنیتي سند لاسلیک کړي.
ورځپاڼه لیکي، چې په کابل کې د امریکا سفیر جیمزکننګهم هرات ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې د افغانستان له راتلونکي ولسمشر سره به د دوی لومړنی کار د همدې سند لاسلیکول وي.
ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، د امریکا او ناټو چارواکو پخوا ویلي وو، که دغه سند لاسلیک نه شي، د ۲۰۱۴ کال په پای کې به ټول بهرني عسکر له افغانستانه وځي، خو په مطلب کې راغلي چې له دې ټولو خبرداریو سره سره ولسمشر حامد کرزي په خپلو شرایطو ټینګار کړی.