ايران ۶تنه افغانان اعدام کړي دي
تېره ورځ ناوخته د ایران د حکومت لخوا ۶تنه افغانان چي هلته يې مزدوري کول اعدام سوي دي
تر اوسه معلومه نده چي ياد افغانان په کوم جرم ددې هیواد د حکومت لخوا اعدام سول
د تخار چارواکي وايې په ایران کي اعدام سوي افغانان ټول ددې ولایت اوسېدونکي دي او هلته د مزدورۍ لپاره تللي وه
د تخار د والي ویاند سنت الله تیموري وايې ددغو ۶تنو څخه ۴ يې د ګلفګان ولسوالي او پاته نور دوه يې د نورو سیمو اوسيدونکی دي چي د ایران حکومت اعدام کړي او د مړو جسدونه يې هم خپلوانو ته ندي سپارلي
هغه وايې په ایران کي د مېشتو افغان کډوالو لخوا داسي راپورونه هم ورته رسيدلي دي چي نن ایران هيواد د ۷ نورو افغانانو د اعدامولو پلان لري
دا په داسي حال کي ده ،چي د ایران لخوا مخکي هم په زیات شمېر کي افغانان چي هلته اوسیږي او يا د مزودرۍ لپاره تللي دي اعدام سوي دي
په دې اړه افغان دولت هم د ایران سره په خبرو کي پاته راغلي دئ او تر اوسه لا هم د افغانانو د اعدامولو لړۍ دوام لري.