کور / شعر / غزل

غزل

که ما ته زما دلوړ ارځښت اندازه نه لګیږي
وتا ته هم دخپل ښا یست اندازه نه لګیږي


معشوق پو هیږی چه عاشق ور ځنی څه شئ غواړی
نور ورته هیڅ ددغه غوښت اندازه نه لګیږی


دنازولو چه سر ویږنه وي خوب کله ورځي
یتیم مسکین ته دبالښت اندازه نه لګیږي
 
څه داسي شته چه کریی دلته لو یی هلته خیژي
په دی دنیا کی دهر کښت اندازه نه لګیږی
 
پۍ مخو خوار او ټپراندزړونه خو تاسی سکڼۍ
خیاط غریب ته ددی نغښت اندازه نه لګیږی
 
حقیار نن بیا لیونئ شوئ دۍ معنا وي نغاړي
هر نا لایق ته ددی نغښت  اندازه نه لګیږی
 
 
رالیږونکی : محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا مسلم باغ