کور / تازه خبرونه / دپاکستان پرنامتو خبريال حامد ميربريد شوى

دپاکستان پرنامتو خبريال حامد ميربريد شوى

کراچۍ: دبي بي سي د خبرله مخې دپاکستان پرنامتو خبريال حامد ميربريد شوى نوموړى د کراچۍ له هوايي ډګر نه د خپل دفتر پر لور روان و، چې وسله والوپرې بريد وکړ او ټپي شو.تر اوسه په کره ډول معلومه نه ده چې دا بريد چا کړی، خو د ښاغلي مير ورور ويلي، حامد مير په وروستيو کې د خپلې کورنۍ غړو ته ويلي و، چې د پاکستان څارګره اداره (آی اس آی) دی د خپلو اندونو له امله ګواښي.بل خوا د جيو خبري چينل چې ښاغلی مير ورسره کار کوي تور لګولی چې حامد میر د دوی ادارې، خپلې کورنۍ او د حکومت ځينې کسانو ته په ليکلي ډول خبر ورکړی و، که پر ده بريد کېږي، نو د پاکستان استخباراتي اداره او د دغې ادارې مشر ظهير الاسلام به يې مسوول وي.د پاکستان د پوځ يوه وياند د دغه بريد په اړه خواشيني څرګنده کړې او په خپلواک ډول يې د دغې پېښې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده.د پوځ د وياند له خولې ويل شوي چې پرته له کره ثبوت نه پر آی اس آی او د پوځ پر مشر دا ډول تورونه خواشينونکي دي.د کراچۍ د پوليسو يوه چارواکي راجا عمر ويلي، چې د حامد مير پر موټر هغه کس ډزې وکړې چې پر موټر سايکل سپور وپه کراچۍ کې د هغه روغتون ډاکټران چې د ده درملنه په کې کېږي وايي ښاغلی مير له مرګ نه بچ شوی، خو د څو ورځو لپاره به په روغتون کې وي.دوی وايي حامد مير درې ډزه لګېدلی دی.دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې پر خبريالانو بريدونه کېږي، تر کابو يوه مياشت وړاندې په لاهور ښار کې يو خبريال له دا ډول بريده روغ ووت.امريکا د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دغه هېواد پر يوه وتلي پاکستاني خبريال حامد مير وسلوال بريد غندلی دی.د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه بريد د هر هغه چا لپاره د اندېښنې وړ دی، چې ولسواکي ته ارزښت ورکوي.د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر پاکستاني حکومت غږ کړی، جې د دې بريد عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.