کندهار:دایساف چورلکه لویدلې او ۵تنه پکښی وژل سوي
دکندهار په تخت پل ولسوالۍ کي د ایساف د الوتکي د لویدو له امله ۵ سرتیري وژل سوي دي
د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال رسنیو ته په لیږل سوي ټلیفوني پیغام کي ويلي دي،چي دغه چورلکه نن سهار ۱۱ بجې په چغري نومې سیمه کي لويدلې ده
هغه وايې په الوتکه کي سپاره ۵ سرتیري وژل سوي ؛خو د الوتکي د لویدو علت يې په ډاګه نه کړ

بلخوا ایساف ځواکونو د افغانستان په جنوب کي د خپلی الوتکي د لوېدلو خبر ورکړي او ويلي يې دي،چي پنځه سرتیري يې پکښی وژل سوي دی
ایساف ځواکونو رسنیو ته د یوې اعلامیې په لېږلو سره پېښه تایید کړې؛ خو ویلي یې دي چي دوی یې په اړه لا څېړنه کوي.
ایساف وايي، چي د خپلي پالیسۍ له مخي نه سي کولای د وژل سویو سرتېرو هویت او د پېښې دقیق ځای په ډاګه کړي.