کور / تازه خبرونه / چين او امريكا له سېلابونو سره مخ دي

چين او امريكا له سېلابونو سره مخ دي


په چين كي د سختو بارانونو د اورېدو له كبله ۶۲ كسه وژل سوي او د ۱۴۵ ميليونه ډالرو په شاوخوا كي مالي تاوان خلګو ته اوښتى دئ.
د چين حكومت وايي د هيواد په جنوبي او ختيځو ايالتونو كي يې د دغو بارانونو سلسله له يوې هفتې راهيسي روانه ده.
بل طرف د امريكا په آيئو ايالت كي دسيډر سيند اوبه د سيلابونو له امله را اوښتي، چي په باب يې د مرګ ژوبلي خبر نه دئ وركړل سوى، خو د چارواكو په وينا ۷۳۶ ميليونه ډالره نقصان يې رسولى دئ.
د آئيو ايالتي چارواكي وايي د سيلابي اوبو كچه مخ پركښته روانه ده، چي له امله يې د سيمي د اوسېدونكو اندېښنې هم كمي سوي دي.