د ١٥ زره کېلوګرامه چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | اپریل 27th, 2014


په لغمان کې پنځلس زره (۱۵۰۰۰) کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کشف او ونیول شول.
هغه عملیات چې د لغمان د ملي امنیت ځواکونو له لوري د مرکز اړوند د ده ملخ په سیمه کې تر سره شول، د بلوک جوړونې په یوه فابریکه کې ۱۵۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي چې د سیمنټو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي ول، کشف او ونیول شول.
د نیول شویو چاودېدونکو توکو سره یو ځای دوه تنه تورن هم د ملي امنیت ځواکونو له لوري نیول شوي دي چې دا مهال ترې پوښتنې ګرویګنې روانې دي.
په دې اړه خپله کومي ډلي تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024