کندهار:لوی او مجهز پارک جوړ سوو

اسدالله زړه سواند | اپریل 27th, 2014


د کندهار د چهل زينو پارک د يو لړ مراسمو په ترڅ کي رسماً د خلکو پر مخ پرانيستل سو.

په هغو مراسمو کي چي د چهل زينو پارک د پرانيستني په موخه جوړ سوي وه، کندهار والي، ښاروال او يو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړى و.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کندهار ټولو ښاريانو ته د دغه لوى او مجهز پارک د جوړېدو مبارکي وويله او زياته يې کړه، دا پارک د ښاروالۍ په خاصه پاملرنه جوړ سوى دى. کندهار والي زياته کړه، دا د کندهار ښاريانو د هغو مالياتو نتيجه ده چي دوى پر وخت ښاروالۍ ته ټکس ورکړى او دا دى د هغوى په مرسته ښار آباديږي.

کندهار والي زياته کړه: “دا پارک د کندهار د ډېري تاريخي سيمي چهل زينو په څنګ کي جوړ سو. چهل زينې د افغانستان په تاريخ کي ډېر خاص ځاى لري. دا پارک د کندهار يوه ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکول سوى و.”

کندهار ښاروال محمدعمر عمر د پارک د پرانيستني پر مهال وويل، د پارک لومړۍ برخه د ٨ مياشتو په اوږدو کي بشپړه او ګټي اخيستني ته وړاندي سوه.
ښاغلي عمر زياته کړه، د پارک لومړۍ برخه د ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړه سوه، چي بودجه يې د ښاروالۍ له لوري ورکول سوې ده. نوموړي د خبرو په دوام وويل: “د دې پارک څلور نوري برخي به هم د ښاروالۍ يا مرستندويه ادارو له لوري جوړي سي. د پارک اړوندي مځکي به چي خلکو قبضه کړي دي، له خلکو واخيستل سي او د پارک برخه به يې وګرځوو.”

ښاروال وويل، دا پارک ټولټال پر ٤٠ جريبه مځکه جوړيږي، چي ٤ ميليونه امريکايي ډالر لګښت ورباندي راځي، خو لومړۍ برخه يې پر ٨ جريبه مځکه جوړه سوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024