زابل: خلګ دټاکنو په دوهم پړاو کې ګډون کوي

د لراوبر اداره | اپریل 27th, 2014


دزابل ولایت اوسیدونکي خبرورکوي چي دهرډول ګواښونو سره به یوځل بیا دټاکنو په دوهم پړاو کې پراخ ګډون وکړي ، دوی وايي ټاکنې دافغانستان دښه راتلونکي دپاره یواړین ګام دی او باید ټول افغانان ورته درناوی او پکې برخه واخلي . دااوسیدونکي دټاکنو دلمړنیو پایلو څخه خوښ بریښي او دهغوی په خبره اوس ډاډمن سوې چي دټآکنو پایلې دافغانانو درایو څخه جوړیږي.

پرهمدې مهال ددې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی هم دټاکنو ددهم پړاو دپاره پوره چمتووالي خبره کوي اودهغه په وینا هیچاته به اجازه ورنکړي چي دټاکنو ددې پړاو دپاره ګواښ رامنځ ته کړي. امنیه قومندان وايي ددې ولایت امنیتي چارواکو دوسله والو طالبانو په وړاندي يې دامید په نوم عملیات پیل کړې او هغوی ته يې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.

په زابل کې خلګ دټاکنو په دوهم پړاو کې دګډون خبره پداسي حال کې کوي چي پدې ولایت دنورو ټاکنو په پرتله داځل دخلګو ګډون دوه چنده وو او په ټاکنو کې کومه امنیتي پيښه نده رامنځ سوې چي دخلګو مخنیوی وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024