کور / هراړخیز / د باروتو بدخوند بوی خوشبویه ګلانو نیولی

د باروتو بدخوند بوی خوشبویه ګلانو نیولی

څولسیزو جنګ جګړو او تاوتریخوالي چي پایله يې یوازي مرګ ژوبله او ویراني ده،او د کندهار لرغوني او تاریخي ښار يې په کنډوالو بدل کړی وو ؛خو اوس رنګارنګ ګلانو یو ځل بیا ښار د جنګ جګړو له ګردو پاک او صفا کړي ،او د ښار اوسیدونکو ته يې د ژوند نوی خوند وربخښلی دئ
ګلان چي یو طبعي خوند او ښکلا لري دا مهال يې په کندهار کي د خلګو تر منځ شوق او لیوالتیا ډېره سوې ده او تر ډېره يې د جګړو بدخونده او ناولې څېره په یوه ښکلې منظره اړولې ده، او د انسان روح ته يې نوې خوشحالي وربخښلې ده.

اوس مهال ډېری خلک په خپلو استوګنځايونو کې دننه او يا هم خپلو استوګنځايونو ته څېرمه د خپلو مېنو د ښکلي کولو او يا هم د ګڼو نورو ګټو په خاطر ځانونو ته د ګلانو بڼوڼه جوړ کړي دي.
په کندهار کي اوس د باروتو د بدخوند ه بوی پر خای خوشبویه ګلانو بیوي محسوسیږي او په هره سیمه کي په زیاته کچه ګلان کرل سوي او یوه طبعي ښکلا يې رامنځ ته کړې ده
په کندهار کي نه یوازي ولايتي ادارې د طبیعت د ښکلا لپاره نه ستړي کيدونکي هڅي کړي بلکي کندهار ښاریانو هم پکښی خورا مهمه ونډه اخیستې ده
د ښار له جادو نیولې تر کورونو ،مسجدونو،ښوونځینو روغتیایی مرکزونو او حتي تر کیږدیو په هره سیمه کي ګلان کرل سوي دي
د یوه ښار ښکلا ،پاکوالۍ، زرغونتیا او سالم نظم د هغه ښار د اوسیدونکو د ښې سلیقی نیک احساس اخلاقی مسولیت ،زړه سوی او د عاطفی ځرګندویی کوی او د دوی د ښاری فرهنګ بډاینه په ډاګه کوی ،خو که چیری دغه ټکی په پام کی ونه نیول سی نو څرګنده ده چی د ښار اوسیدونکی د خپل ښار په اړه بی پروا دي او همدا دوی به له ګڼو سوتزو سره مخ وي
کندهارښاریان وايې د ښار پاکوالي تر څنګ يې ډېر پام اوس زرغون چاپیریال ته دئ ده ،د هغوئ په خبره په زیات شمېر ګلان يې کرلي او د ښاروالي لخوا د کرل سوو ګلانو ساتنه هم خپله دنده بولي.
دکندهار دغه ښاریانو له خلګو غواړي چي د ښار د پاک ساتني په خوا کي د ښار شنو ونو او په ځانګړي ډول کرل سوو ګلانو ساتنه وکړي
دوي وايې ګلان وروته ځانګړې خوشحالي ورکوي، او پر روغتیا يې خورا مثبت اغیز کړی دئ.
په کندهار کي د ګلانو روزني او خرڅوونکي وايې په دې وروستیو کي د ګلانو مینوال ډېر سوي او د ګلانو خرڅولو بازار يې خورا تود سوي دئ
دوي وايې دوي هم د ښاریانو لپاره بیلابیل ډوله ګلان راوړي،او خلګ هم په پوره لیوالتیا سره راځي او د دوي څخه ګلان اخلي تر څو خپلو کورونه او چاپیریال پرې ښايئسته کړي.
دکندهارد اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او د والي ویاند دواخان مینه پال هم مني چي دیرش کلني جګړې د نورو زیانونو ترڅنګ زموږ د هیواد چاپیریال ته سخت زیان اړولی دئ
هغه وايې کندهار چي د افغانستان له کرهڼیزو ولایتونو څخه شمېرل کیږي ،پکښی په زیاته کچه شنې وني او ګلان موجود وه،خو د جنګ او جګړو په ترڅ کي له منځه ولاړل
دی وايې په دې وروستیو کي یو ځل بیا د ګلانو د شنه کولو او کرلو دود را ژوندی سوي او هر څوک هڅه کوي چي په خپله شاوخوا کي ګلان شنه کړي
دده په خبره ،چي خپله ښاریان د نورو اړوند و ادارو په پرتله د خپل ښار په اړه زیات مسولیت او مکلفیت لری او په اوسنیو شرایطو کی هر ښاری باید په دي پوه سی، که چیری د یوه لوی کار د ترسره کولو توان او وړتیا نه لری نو دومره دی وکړی، چی خپل د کور او چاپیریال کثافات په ټاکلو ځایونو کی وا چوی او پخپلو کورونو او د کورونو مخي ته دي ګلان شنه کړي
د یادوني وړ ده چي روغتیا پالان هم د چاپیریال پر پاک ساتني او د ونو او ګلانو پر کرلو ټینګار کوي
دوي وايې وني او ګلان هوا صفا کوي او له ککړتیا څخه يې ساتي،چي له همدې امله انسانان له بیلابیلو تنفسي ناروغیو څخه ساتل کیږي
ګرانو هیوادوالو! ددې لپاره چي د جنګ سپیرې دوړي،ګردونه او بدرنګه څېره مو له سترګو پنا سي او د باروتو د بدخونده بوی پر ځای د ګلونو خوشبوی محسوس کړو په کار ده چي د هیواد په جوړونه ،رغونه او چاپیریال په ساتنه کي برخه واخلو او خپل هیواد سمسور او اباد کړو
د یو سوکاله،ودان او ښائیسته افغانستان په هیله