د موهن سنګ ورور د حکومت د اپوزېسيون سره ملګرى سو

اسدالله زړه سواند | اپریل 28th, 2014


هندي رسنيو خبر ورکړى دى، چې ددغه هېواد د لومړي وزير من موهن سنګهـ ناسکه ورور د حکومت له اپوزېسيون سره لاس يو کړى دى.

د ښاغلي سنګهـ ناسکه ورور، چې د هند له ګانګرس ګوند غړى دى، په دغه هېواد کې د ټاکنو په نظر سنجونه کې د ناسيوناليست ګوند ملاتړ کړى دى.

د نيوز انټرنېشنل ډې د راپور له مخې، د هند لومړى وزير من موهن سنګهـ د خپل ناسکه ورور ددې کړنې له امله سخت خواشينى سوى دى.

ده دغه ټکى په نوي ډيلي کې د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې په داسې حال کې بيان کړ، چې په دغه هيواد کې عمومي انتخابات د پاى ته رسيدو په حال کې دي.

من موهن سنګهه وايي : (ورور مې له ما څخه مشر دى او زه نه سم کولاى چې هغه کنترول کړم.)

د هند د صدراعظم ناسکه ورور کوهلي سنګهه د دغه هيواد د پنجاب ايالت يو سوداګر دى چې په ناسيوناليست ګوند کې د نوماندى په خاطر د هرکلى وړ وګرځېد.

د هند صدراعظم وايي چې له مخالف ګوند سره زما د ورور پيوستون په دغه هيواد کې کار سخت کړى دى

Copyright Larawbar 2007-2024