پکتیکا: په جګړه کي۵۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په پکتیکا کي د وسلوالي نښتي په ترڅ کي ۵۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د پکتیکا له ولایت څخه رارسیدلي خبرونه وايې چي تیره شپه د یوې بجې په ښاوخوا کي د افغان ځواکونو او وسلوالو تر منځ دوه ساعته نښته سوې ده
د پلکتیکا د چارواکو په خبره په دغه نښته لږ تر لږه ۵۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ددې ولایت د والي ویاند مخلص افغان وايې په جګړه کي د افغاني طالبانو ترڅنګ بهرنیو وسلوالو هم برخه اخیستې وه
نوموړی وايې لومړی نښته يوه بجه د وسلوالو او امنيتي ځواکونو تر منځ ونښته چي نږدې دوه ساعته يې دوام وکړ .
دی وايې په لومړي يو ساعت کي د مخامخ جګړې په ترڅ کي ۲۵ تنه د دولت وسلوال مخالفين ووژل سول او اوه تنه ټپيان سول
د مخلص په خبره چي په دغه نښته کي دوه پوليس او يو د ملي اردو سرتيری ټپي او يو د ملي اردو سرتيری وژل سوی دئ
هغه وايې چي وروسته سيمې ته هوايي مرسته ورسېده چي د نښتي په دوام هوايي بريدونه هم ترسره سول او له امله يې ۱۸ تنه د دولت وسلوال مخالفين ځای پر ځای ووژل سول او څلور تنه نور ټپيان سول
ياده دوه ساعته نښته يوه بجه پيل او په دريو بجو پای ته ورسېده چي په ترڅ کي يې په ټوليز ډول ۴۳ تنه د دولت وسلوال مخالفين ووژل سول
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان وايې د وسلوالو جسدونه د زیړک ولسوالۍ خیځ ته د ډبوک په غرنی سیمه کي پراته دي
نوموړي وايې په دغه جګړه کي څلور تنه د ملي اردو سرتيري وژل سوي او درې تنه ملي پولیس ټپیان سوي دي.
دده په خبره چي د جګړې پر مهال ملکي وګړو ته هیڅ ډول زیان ندي اوښتی
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم څه ندي ويلي.