کور / تازه خبرونه / د اکوړه خټک افغان محصلينو غونډه و کړه

د اکوړه خټک افغان محصلينو غونډه و کړه

د يکشنبې په ورځ ۲۷-۰۴-۲۰۱۴ د اکوړه خټک د افغان محصلينو ټولنې د کلنۍ غونډه ترسره شوه ، غونډه د سهار په ۹:۰۰ د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو سره پیل شوه چې له تلاوت څخه وروسته د ټولنی مشر محب الله هارون د خپلو تيرو فعاليتونو په اړه مختصر راپور وړاندې کړ. ورپسی د ټولنی درهبری شورا مشر محترم عالم ګل الم د ټولنی په اهدافو او لاسته راوړنو خبرې وکړی. د نوموړې له وينا څخه و…روسته د ټولنی درهبری شورا غړې محترم ډاکتر واکمن حسرت د ټولنی دمالی مشکلاتو په اړه اوږده وينا وکړه چې د نوموړې وينا څخه وروسته د ټولنی درهبری شورا غړې محترم انجينر صلاح الدين ممتاز راغليو ټولو میلمنو ته ښه راغلاست او د رهبری شورا په نماينده ګی د ټولنی راتلونکی انتخاب لپاره غړي ونومول. چې وروسته د ټولو ګډونوالو په متفقه رایو د راتلونکی کابينی غړی په لاندې ډول وټاکل شول.ـ
ريس : محترم وصال الدين وصال
نايب ريس: محترم قاری صفی الله ثاقب
عمومی سکرتر: محترم حضرت علی درويش
مالی سکرتر: محترم استاذ ولی محمد اتمانخيل
علمي سکرتر: محترم استاذ امام جان
سپورټ سکرتر: استاذ شير اغا صميم
کلتوری سکرتر: خيال محمد نورزی
پريس سکرتر: محترم جمال الدين جمال
د نوموړې انتخاب سربیره دا ځل د څه تغيراتو په بناء د اکوړه خټک د ٤ واړو کمپونو مسوولين هم وټاکل شول چې له هغی جملی څخه
د للمی کمپ مسوول: محترم استاذ بريال نورزی
د شنی ونی کمپ مسوول: محترم استاذ سیف الله شاکر
د منځنی کلی مسوول: محترم رفيع الله
د هوايې کمپ مسوول: محترم رحمت الله
په اخره کې راغليو ټولو ميلمنو خپل اړين نظر د ټولنی په اړوند وړاندې کړل او د نوی کابینی د ټاکنی لپاره يې ټولو غړو او د رهبری شورا غړو ته مبارکی ورکړه غونډه په د غرمی په ۱۲:۰۰ په دعا سره پای ته ورسيده د راتلونکی کال د کابينی غړو په انتخاب ټولو وروڼو ته مبارکی وايم او الله دی وکړي چې زمونږ دغه هڅی او کوښښونه د هيواد د ابادی او هم په ګران هيواد کې د علم لړي خپرولو لامل وګرځی (امين)
راپور: محمد اسماعیل کبېر ( د انجینرۍ پوهنځې محصل)