داوري : په کندهار کې دوهم پړاو ټاکنې بې تېروتنو ترسره کوو

اسدالله زړه سواند | مې 2nd, 2014


په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ولسمشرۍ د راتلونکو احتمالي ټاکنو لپاره يې بشپړ چمتوالى نيولى او هم به هغه د هغه تېروتنو مخه ونيسي، چې تېر ځل رامنځته سوې.

په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس انجنير عبدالهادي داوري وايي که ټاکني دوهم پړاو ته ولاړي سي نو د تیرو ټاکنو په توپیر مو ورته چمتوالی زیات دي: ( که چیري ټاکني دوهم ځل ته ولاړي سي ، هر ډول فني او تخنیکي تیاری ورته نیول سوی دي . )

داوري په خپلو خبرو کي دا هم وویل چي هغه تیروتني او تخطۍ به هم نه وي کوم چي په تېرو ټاکنو کي رامنځته سوي وې.

د نوموړي په خبره په هغه صورت کي که ټاکني دوهم ځل ترسره سې نو د کاندیدانو استازي دي هري سیمي ته د نظارت لپاره ولاړ سي ، تر څو د ممکنه درغلیو مخه ونیول سي .

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس وايي هڅه يې داده چي په داځل ټاکنو کي د درغلیو او تخطیو ګراف صفر ته راکښته کړي: ( لومړۍ هڅه مو دا ده چي په دا ځل ټاکنو کي د درغلیو او تخطیو ګراف صفر ته راکښته کړو او د کاندیدانو ناظرین دي هم د نظارت لپاره هري سیمي ته ولاړ سي . )

د یو شمیر کاندیدانو استازي په دوهم پړاو ټاکنو کي هم پر شفافیت بې باوره دي ، د هغوۍ په خبره په تیرو ټاکنو کي خپله د کمیسیون د مامورینو او ډیپسیانو لخوا درغلیو ته زمینه برابره سول .

د هغوۍ په خبره که دا ځل هم په ټاکنو کي ورته مامورین وي نو داسي ټاکني بیا هم تر سوال لاندي راځي .

نن د کندهار په امنيتي مجلس کې هم د ټاکنو د دوهم پړاو لپاره د امنيتي تدابيرو او چمتوالي خبر ورکړل سوي.

څو ورځي وړاندي د دفاع وزارت د دوهم پړاو ټاکنو لپاره د هر ډول امنیت او لومړۍ درجه احضاراتو خبر ورکړی وه .

د هیواد د دفاع وزارت لوی درستیز شیر محمد کریمي ویلي وه چي د دوهم پړاو ټاکنو امنیت به هم د تیرو ټاکنو په څیر ډیر ښه وي.

Copyright Larawbar 2007-2024