کور / کیسه / ټکسي والا

ټکسي والا

لنډه کیسه
ولي شاه طبیب
نظر پخپله محله کي په ټکسي والا مشهور ؤ ،پنځلس کاله دمخه یی دي کوڅي ته کډه راوړه ،پخپل ټکسي کي یی په دري واره رانقل کړه ، نظر ته دهیریدو وړ نه وه چه په هغه لومړی شپه همسایه دګرمي ښوروا کاسه ددوو تودو ډوډیو سره ورواستول ، رشتیا هم نظر اوښځه یی دکور دشیانو په ایښودلو اخته وه دشپی دډوډي په فکر کي نه وه ،اوداسي ګرمه اوخوندوره ښورا اوغوښي باندي بي اندازي خوښ سوه ،ښځي یی دخدای شکرویوست اوویل چه خدای دی همسایه ګانو ته خیر ورکي . نظر وروسته پوه سو چه شیرګل قصاب داښورا اوډوډی وراستولي وه . کرار کرار یی دمحل خلګ وپيژندل اوهغو په تکسی والا پیژندی ،بعضو ځوانانو به کاکا قندهاری ورته وایه ګرچه دتکسي والا نوم ښه نه باندی لګیدی خو چاره نه وه ځکه هغه په رشتیا هم ټکسي والا ؤ . دمحل اوسیدونکي ځني خوشحاله وه ځکه چه دشپي که کوم ناروغ پیښیدی نو ددوی سره به یی مرسته کوله په محل کي بل چا موتر نه درلود . دنظر دبچیانو مور هم له میړه نه کمه نه وه دکوڅي دري څلورو نجونو ته یی سه پاره او قران شریف وایه ګرچه دفارسي په ټکي هم نه پوهیده خو دمحل دښځو سره به په پښتو اوهغوي په فارسي داسي سره پوهول چه ته به ووایی چه هیڅ مشکل نلري او په خاله کندهاری سره مشهوره وه ، نجونو ته یی دخامک اوستني کار ورزده کاوه ، کله کله به نظر هم په ټوکو ورته دخاله کندهاري په نامه ږغ کاوه دکلونو په تیریدوسره دنظرښځي هم څه څه فارسی زده کړه ، دنظر کورنۍ د کوڅي د اوسیدونکو سره داسي خلط سوه چه په ښادی اوغم کي به سره یوځای وه .
دنظر تکسي موټر چه ډیرکلونه یی ورسره تیرکړي وه زوړ موټر ؤ ، څنګه چه دکور دخرڅي لپاره همدا ټکسي ؤ نونظر به هغه ښه ساتي ، په بعضي کوچنیو عوارضو خپله پوهیدی ، د ویرنګ کار، دویلانو خلاصول ، دمبلیلو بدلول ددروازو اجست اوحتی دبریکانو اجست یی پخپله کاوه .
نن یی هم دپخوا به شان دملا ازان پروخت موټرچالان کړ ترڅو څه ګرم سي اوپخپله یی اودس اولمونځ وکی اودهمیشه په شان دشهرنو سړک ته ځان ورساوه ترڅو دمیدان هوایی کومه سپرلۍ پیدا کړی ،ښارنو کي هوتلونه ډیر وه حتما مسافر پیداکیدی چه هوایی ډګر ته ولاړسي ،کله کله به دهوتلونو څخه تیلیفون ورته وسو چه مسافر میدان هوایی ته ځي . دمیدان هوایی سپرلۍ دخلکو خبره واره داره وه بیله دی چه دکرایی پوښتنه وکی تکسي ته راپورته سي ، نظر پوهیدی چه دهوایی ډګر سپرلۍ تلواریان وی هرځل ساعت ته ګوري ،بعضي یی په جیبونو لاسونه ننباسي اوراباسي کله په پاسپورت اوکله بیا دالوتکي به ټکټ پسی ګرزي ، داسي هم پیښه سوی ده چه مسافر یی بیرته هوتل یاکورته بیولی وی چه یا ټکت یاپاسپورت یی پاته وي ، خویونیم مسافر دیر ارام او مطمین وه داسي به معلومیده چه ډیر مسافرتونه یی کړی دی .
ټکسي والا داشخاصوپه پیژندنه کي ښه تجربه لري ، ټکسي وان پوهیږی چه داسپرلۍ پریشانه دی اوکومه ستونزه یامصیبت باندی اخته دی ،اوداسپرلۍ یومرموز سړی دی ته به وایی چه یوڅوک یی تعقیبوی اویا کوم ممنوع توکي ورسره دی ، بعضي بیا ډیر وارخطا اوپریشانه وی ته به وایی چه کوم شی یی ورک دی ، نابلده سړی هم ډیر ژر پیژندل کیږي . نظر همداسي کرار کرار دښارنو پرسړکانو روان ؤ چه یو مسافر دهوټل له ځینو راکښته سو اونظر بیا دسترګو په رپ کي موټرورته ودراوه ، دي وخت کي بل ټکسي والا هم هڅه کوله چه سپرلۍ ته ځان ورسوی خو نظر وار دمخه کړ اوسپرلۍ یی راواخیست ، سپرلي تکسي ته د راپورته کیدوپروخت په موبایل کي خبري کولي .
-هوبچیه ټول شیان راسره دی . تشویش مه کوه یوه یا دوي شپي وروسته راځم ، کورته وختي راځه . انشالله ۱۰ دقیقی بعد میدان ته رسیږم ، تیلفون کوم ،دخدای به امان . نظر په هنداره کي ورته وکتل دمتوسط عمر خاوندؤ ،پوره یي لانه ؤ لیدلی چه داسي یی ورته وویل استاد جانه که دا رادیو چالانه کړی چه خبرونه واورو ، نظر رادیو چالانه کړه اویوچینل چه خبرونه یی ویل ونیوی ، دنظر خبرونه نه وه خوښ خود مشتريانو غوښتنه یی نه ردوله ځکه چه یوځل یو سواري ورنه غوښتي وه چه داچینل واړوه خوده پاملرنه ونکړه سواري چه تازه راپورته سوی ؤ بیرته کښته سو دهغي ورځي وروسته نظر دسواریانو په فرمایش کار کاوه . سهار وختي سړکونه فارغ وی ډیر ژر میدان ته ورسیده ، مشتري دکښته کیدو په وخت کي دوه سوه افغاني نظر ته ورکړی اومننه یی وکړه ،نظر پیسي جیب کي واچولي اوپه خوشخالي یی موټر شاته بوت اوخپل مخ یی شاته اړولی ؤ چه سترګي پرموبایل ولګیدی چه دشا په سیټ کی پروت دی موټر یی ګوښی ته ودراوه ،موبایل یی راواخیست ، ډیر ښکلی موبایل ؤ لوی سکرین اوکیمره یی هم درلوده ، زړه کي وروګرزیده چه یاره نظره خدای درکړه ، ښه موبایل دی خلاص یی کړ چه سیم کارد هیسته وغورځوی ، سیم کارد یی په ګوتو کي سره اړاوه ، په دوه زړو کي ؤ ، مفت موبایل په لاس ورغلی ؤ ،خو ډیر ځان ورته کوچنی اوکمزوری ښکاره سو ،پخپل ‌ذهن کي په کشمکش اخته ؤ څه وکړم ، بیرته یی سیم کارد په تیلیفون کي کښیښود اوموبایل یی چالان پریښود خوچارج یی لږ ؤ غوښته یی چه پخپل چارجر یی چارج کړی خو هغه بل ډول چارجر غوښت ،کرار کرار روان ؤ دیو موبایل فروشي مخ ته ودرید اویوچارجریی واخیست اوتیلیفون یی چارج ته وتړی ، په همدي چرتو کي ؤ چه ګوندي دموبایل زنګ راسي ، یوسواري لاس ورکړ یوبوډا سړی اوبل یو ځوان هلک ورسره ملګری ؤ ، نظر موټر ورته نژدی کړ دواړه راپورته سوه بوډا دروازه په زورسره راوتړله ، نظر ورته وویل کاکا اهسته ، دهرتکسي وان ښه نه راځي چه دروازه په زوره ووهل سي ځکه چه زاړه موتران دي اودروازه اجست دلاسه ورکوی اوکړبي کوی ، سپین ږیری ډیر په قهر سو اوپه لوړ ږغ یی نظر مخاطب کړ :
مرا کاکا ګفتي خودشه ببین ، ریش اش سفید ،برسرش یک تار موی نیست ،موتر ګورازه اش ببین مرا کاکا میګه ، ورسره ځوان کوښښ کاوه چه سپین ږیری کرار کړی ،خو سپین ږیری همداسي ګډ ؤ : خدا توره بزنه دیګه موتر نه بود که مرا ده ای موترګورازه سوارکدی ،روزمرا خراب کدي اوبچه ببین چه قسم راه میره ،ترکس اش میشنوی ، خدا توره بزنه بچه تمام روزمرا ناس کدی ده ای صبح مردان …، سپین ږیری همداسي ګډ ؤ نظر هیڅ هم ورته ونه ویل ،هلک ږغ کړه چه کاکا جان همین جا تا میشیم، دکښته کیدو په وخت کي سپین ږیری په ډیر تاو دروازه ووهله ، ځوان چه نظر ته پیسي ورکولي وویل کاکا جان خفه نشي پدرکلانم مریض است داکترا میګه که مانیا ک است ، نظر چه سپین ږیری ته وکتل همداسی دځانه سره ګډ ؤ خوپه بدن جوړ تیار سړی ؤ ، نظر موتر راګرزاوه چرت یی په سپین ږیری کي ؤ چه دمانیاک ناروغي یی درلوده ،دنظر لپاره دانوی ناروغي وه خودومره پوه سو چه دا روحي اوعصبي ناروغی ده ، چرت یی دروازو ته واوښت ، څه کړپ کړپ یی زیاد سوی ؤ پوه سو چه اجست یی خراب سوی ؤ ، همدي چرت کي ؤ چه یوبل سواري لاس ورکړ یوځوان ؤ چه دزرکي قفس ورسره ؤ ، نظر ورته وویل چه قفس به ترشا کښیږدم ځوان وویل نه استاده دربست کرایه درکوم قفس په سیت کي دځانه سره ایږدم نظر ومنل په زړه کي خوشحاله ؤ سواري برهغه طرف تلی کوم چه دنظر نیت ؤ ، زرکه ناری وهي اوځوان هم یو یو ږغ ورسره ملګری کوی ، څو دقیقي لانه وی تیري چه ځوان یوکیست ونظر ته ورکړ چه ټیپ ته یی واچوي ،نظر کیست واچاوه ویل چه څه موسیقي به واوري خو کیست کي هم دزرکي اواز ؤ ، دقفس زرکي نور هم اواز جګ کړ ،نظر ته قهر ورغی غوښته يی چه کست راوباسي ځوان پرږغ کړه چه استاده کست مه باسه هوا یی لوړه کړه دوه چنده کرایه درکوم ، نظر چه ددوه چنده کرایی واوریده نودټیپ اواز یی تراخري درجي پورته کړ ، نظر ځوان ته وکتل چه شني مری یی په غاړه دی ،سترګي یی هم په رنجو توري کړي دي او ښه نوی لونګۍ یی تړلي او دجیب نه کاغذي بادام راباسی اوخوری يي پوستکی یی په سیټ کی غورځوی ،نظر هیڅ پروا نه کوی ددوه چندي کرایی په چرت کي ؤ ښارته نژدي چارراهي ډیر رش ؤ موةران جام وه تقریبا ۲۰ دقیقي ودریدو ،دزرکي دوطرفه نارو یی سر په درد راوستی خو ددوسوو افغانیو له وجي یی حوصله وکړه ،ښار ته ورسیدو ځوان هم قفس واخیست دکښته کیدو په وخت کي یی پیسي نظر ته ورکړي او کسیت یی واخیست او وویل چه یاره استاذه دموټر ټیپ دی جردی جوړیی که ، نظر څه ونه ویل خوسر یي دتایید په ډول ورته وښوراوه . نظر دلالا کریم چاینکي دوکان پرلوري ورتاو سو نن یي پیسي یوڅه ډیري ګتلي وي .موټر یي دسړک په څنډه کی ودراوه او سمدلاسه دلالا کریم ددوکان مخ ته پرتخت کښیناست ،لالا کریم ورته کتل دسرپه اشاره یی سلام سره وکړ لالا کریم دشاګرد په لاس ګرمه چاینکۍ ورواستوله ، دچاینکي دښوروا بوی ډیر مزه داره ؤ اونظر ته یی ښه چاینکۍ ورکوله ،نظر ډوډی په کاسه کي میده کړه او ښوروا یي پرراچپه کړه ،توښونه یی ولاړیدله او دمعدي تیزابونه یي هم رازیات سوه ،لومړي ګوله یی لا خولي ته نه وه وړي چه لالا کریم د نظرپراوږه لاس کښیښود اوپه خندا یی وویله چه یاره نظرجانه نن دي بیا خولۍ په غوړوکي ده ، رشتیا یی ویل کله چه سواري نه وي نوپه چای اوډودی یی ګذاره کوله ،نظر چه ګوله ترستوني تیروله ومسل او سر یی ورته وښوراوه ، لالا کریم په خپل ډډ اواز ورته وویل ناشوقه ډوډي دی خوره چه اوس یی په سا ه ونه وهي ، لالا دپارچال خواته روان سو ، نظر چه ګوله تیره کړی وه ورږغ کړه لالا راسه چه ګپه درسره لرم ، لالا مخ راواړه ښه دي اوس دي ډوډی وخوره . لالا ډیر کاکه سړی دی ،کله چه خلیفه برات ټکسي ټکر کی او ډیرسخت زخمي سوی ؤ دکوما په حالت کي په روغتون کي پروت ؤ ،همدا لالا حبیب ؤچه دوي کڅوړي وینه یی ورکړه او خلیفه برات په وینه راژوندی سو خلیفه برات دلالا ډیر ممنون دی ان تردي چه پرزوی یی دحبیب نوم کښیښود .
دلالا حبیب اکثره مشتریان ټکسي وانان وه ، پوریی هم ورکاوه اوښه خړ پړ سړی ؤ چم اوخم یی نه درلود ، دکرک شوقي ؤ دجنګ اونارو دواړه کرکان یی درلوده اوهمیشه به دري څلور ناريي کرکانوقفسونه په یوه خاده ځړیده ، یوه زرکه به هم ترقفس لاندي ګرزیده.
نظر لاډوډی نه وه خلاصه کړي چه دتیلفون نابلده زنګ راغی ، نظر ته تیلفون وریادسو تیلفون یی دجیبه راویوست اوژر یی اوکي کړ ،ترسلام وروسته دتیلیفون څښتن وویل داچه زما زنګ دي اوکي کړ نو پوه سوم چه پرښه سړي پیښ سوی یم ، زه کندهار کی یم سبا بیرته مازدیګر په طیاره کي درځم که تکلیف نه وي میدان ته راسه مابه هم کورته ورسوي ، نظر ورته وویل ښه دی صاحبه زما نوم نظر دی ، دتیلفون څښتن وویله وبخښه زما نوم میراحمد دی دپوهنتون استاد یم ستا څخه ډیره مننه کوم په لیدلو به دي خوښ سم دواړو خدای په اماني وکړه ، نظر ډیر خوښ سواووجدان یی ارام سو .
دښوروا کاسه یی داسي پاکه کړه چه ته به وایی چه هیڅ ډودی نه ده پکښی خوړل سوي ، دلالا حبیب دپارچال پرلور وررهي سو دجیبه یی پیسي راویستي اودلالا پر صندوق یی ورته کښیښودي لالا حبیب کرک دقفسه راایستلۍ ؤ اوپه مټ کي یی نیولی ؤ او یوسورنج اویوامپول ورته پروت ؤ ، لالا چه دکرک وزر خلاص کړی ؤ وویل نظرپاچا راسه کومک راسره وکړه ، نظر حیران سو اوویل چه لالا څه کوي ډاکتري خو دی نه ده شروع کړي ، کرک خو ناروغه نه دی ، لالا په ډډ اواز ها ها وخندل اوویل نه داد قوت پیچکارۍ کرک ته لګوم ، نظر دخنداشین سو فکر یی وکړ چه لالا ټوکي کوی ، خولالا ورته وویل چه دغه دوا په سورنج راکش که بیا یی ماته راکړه ، نظر امپول واړاوه اوراواړاوه په انګریزي پرلیکلي وه ټیسټيسترون ، نظر چه پخوانی ښوونکی ؤ پوه ؤ چه داخو دانسانانو لپاره دجنسي تقویی درمل دي ، یو اونیم ښوونکي معمولا په کلیو باڼدو کی ددرملو توصیه بعضا کوي ، نظر چه غوړه اوګاټه دوا په ډیر زور په سورنج کي راکشوله زړه ته یی نه لویده چه لالا به دادرمل کرک ته پیچکاري کړي ، سورنج یی لالا ته ورکړ اولالا ورته وویله چه دکرک پښي ټینکي ونیسي لالا دیوماهر نرس په شان ستن دکرک په ورانه ورداخله کړه او دوایی ورتیره کړه ، دکرک چوڼ چوڼ ناري پورته سوی لالا کرک پرصندوق ایله کړ او دیو کامیاب جراح په ډول یی چه دعملیات څخه خلاص سوی وی دتندي خولي به شمله پاکي کړی او کرک ګوډ ګوډ پرصندوق وارخطا وارخطا ګرزیدی ، نظر استا‌ذ دخندا نه لاسونه پر نامه نیولي وه ، لالا نظر وویل چه اوس نو داکرک هم دجنګ سو او هم دننګ .
نظر په خندا خندا دلالا ددوکان راووت او دموټر پرخوا رهي سو، همداسي په خندا خندا وسړک ته یی موټر ورداخل کړ. دتیلیفون زنګ یی ترغوږ سو ،میرمن یی وه به زړه کي یی وویل خیر خدایه ،میرمني یی ورته وویل چه ژر راسه دوي قوطۍ ښه چاکلیت اویوه قوطۍ بادامي نکل هم درسره راوړه ځم دخان اغا په لور پسي داخترجوړه راوړي خالی لاس نه سم ورتلای سیالي اوشریکي ده ، ورته مي وویل چه ښه دی درځم تیلیفون مي بند کړ او دکورپرخوا رهي سو دوو ځوانانو لاس ورکړ موټر یي ورته ودراوه اوځوانان راپورته سوه او وویل چه پردریمه چارراهي کښته کیږو نظرورته وویل چه پنځوس افغانۍ کیږي هغو وویل سمه ده ، ځوانانو یودبله سوالونه کوله داسي معلومیده چه تازه یی دکانکور امتحان ورکړی دی . یوه بل ته وویل چه دخندا ګاز کوم ګاز دی ؟ نظر بی اختیاره ترخوله ووته نایترس اکسایډ ، دواړو ځوانانو نظر ته حیران حیران وکتل دنظر غوړ کالي دسر ویښتان یی تللي او لویه ږیره یی حیران کړی وه ،پوښتنه یی وکړه چه کاکا دادرسونه ستاسو په وخت کي وه؟ نظر ورته وویل چه هو زه دفزیک اوکیمیا استاد وم دولسمو ټولګیو ته مي درس وایه ، ځوانانو کنجکاوي زیاته سوي وه وویل چه ولي اوس درس نه ورکوی ؟ نظر وویل چه دا اوږده کیسه لري ترجنګونو وروسته مي مراجعه وکړه اوراته وویل سوه چه ته اوس دلوړ سن له نګاه نه سي کولای چه کاروکړی ، دریمه چارراهي راورسیده هلکانو پیسي په ډیره مایوسي نظرته ورکړي ګرچه دنظر خوښه نه وه چه پیسي دشاګردانو څخه واخلي خو هغوی ډیر ژر دموټر کښته سوه اوپیسي دنظر په لاس کي پاته سوي .
نظر ته یوځل بیا توره تخته دکیمیا فورملاوی او دریاضي اوالجبر سوالونه وریادسوه همدي چورتو کي روان ؤ ، ترخپلي کوڅي تیر سوی ؤ چه فکر یی سو اوبیرته راوګرزید او دکور پرلوري وررهي سو ، دکور په دروازه کي یی دموترهارن څوځله وواهه چه ګوندی میرمن یی راووزي خو نظر دموتره راکښته سو اوکورته ورداخل سو ،میرمن یی اماده وه اودواړه دکوره راووته ،دنظر مشر زوی چه په پوهنتون کي درس وایه دکور دروازه وتړله ، میرمني پوښتنه وکړه چه چاکیت اونکل دي راوړي دی ، دنظر بي الکل هیر وه ،میرمن یی په غوصه سوه خو نظر ورته وویل چه په لاره کي اخلم او دخان اغا دکور پرلوري وررهي سوه ،میرمن یی ورته وویل چه نن دي بیا دښورا بوی ځي ، موږ دي په کچالوو مړه کړو خپله ښورواګاني خوری ،نظر چوپ پاته سو ، میرمني يي سوچ وکړ چه کاشکي مي داسي نه وای ویلي نه چه نظر خفه سي ددي لپاره چه دنظر غلط فهمي لیري کړي وویل چه پاک کالي به دي اغوستي وای ،ښوروا دي ستا نوشجان سی ، ته چه ټوله ورځ خواري کاږي ، ته باید هره ورځ ښوروا وخوري . نظر پوه سو چه میرمن یی بیا دپښیمانۍ اظهار کوي همداسي چوپ ؤ ، میرمني ورته وویل سړیه چاکلیت مه اخله همداسي به مبارکۍ ته ورسو ، نورنو دواړه چوپ وه څو چه نظر دخوراکۍ فروشي مخ کي موتر ودراوه او دوکان ته ورپورته سو چه چاکلیت اونکل واخلي .