مونږ ولئ خبرۍ شاربو! ” آغاجان معتصم پاکستان سره بندي دى!”

د لراوبر اداره | مې 3rd, 2014


د کالونو ناخوالو او نا امیدیو ډیرئ افغانان مایؤسه کړې دي. او دا مایوسئ د دي لامل شوي چې ټول هیوادوال د هر کار په کیدلو سره بې له کوم کره دلیل او ثبوته منفې نظریاتو په اړ سوچونو لاره خپله کړي.

د هیواد اوږد تاریخ ته که وګورو، نو زمونږه ژوند د نړې نورو هیوادونو د اوسیدونکو په پرتله زمونږ ژوند تل د یوه لور نه او بل لور نه د مأیوسئ خوا ته بوتللې دي.

په سر کې چې کومو هیوادونو زمونږه په هیواد یرغل کړې دهغې نه به تیر سو خو د انګریزانو د راتګه به یې پیل کړو.

د انګریزانو راتګ په پیل کې زمونږ په ګومان دا وو چې له موږ سره مرستې ته راغلې او ژوند مو راجوړوې. خو دوخت په تیریدلو مالومه شوه چې انګریزان د ملکې ویکتوریا د امپراطورۍ د پراخوالې په هوډ راغلې او زمونږه له غمه دلته ځانونه نه وژنې. همغه وو چې په خپلو مټو مو د انګریزانو تغر ور ټول کړه.

دوهمه پله روسانو را بډې وهل او زمونږه د هیواد د ژغورنې په نامه یې هیواد یرغل کړه، او د روس له ماتې سره دا جوته شوه چې دا د روس او امریکا جنګ وو چې د افغانانو په ټغر وشو او موږ ووژل شو.

دریمه پله امریکا دا میدان را ګرم کړ او زمونږه د ژغورنې تر نامه لاندئ یې د خپل کور ژغورل زمونږه په ژغورلو کې ومیندل.

دا ځل افغانان هوښیار وو، پوه وو او تر ډیر حده مو یو څه د خپل ګران هیواد د ودانولو لپاره وسپمول.

بهرنې کړي اوس هم زموږ د تغر غوړیدلئ نه غواړې او د ټوله ولو په لټه کې یې دي. خو موږ دا ځل د ملې یوالې غبرګ، غبرګ میخونه د تغر په لرو او برو څڼدو وهلې چې پر ځاې ثابت اووسې. او هیڅوک یې د ټوله ولو توان ونلرې.

تر ډیره حده زمونږه ملي روحیه پیاوړې شوي، خو فکرې پیاوړتیا د کمې احساس لا تر اوسه شته. او همدا چې کوم تاند خبر را میدان ته شې، بس بې له کومه انده سیده ګوت نیونه کوو.

د معتصم آغاجان د نادرکې ګونګسې زمونږ د هر هیوادوال تر غوږو ورسیده. او همدا چې خبره به په هره دیره کې یادیدله نو ګاوڼدیانو نوم به ضرور ورسره جوخت یادیده.

دا خو د دېرو خبرۍ وې چې د خبرۍ کره والې نشې ښودلئ. خو همدا خبرۍ چې د معترو تلویزیونو له لارۍ واورې نو خبره پخه شې او شک په ریښتیا بدلیږي.

اوس که د دېرو خبرۍ او د معتبرو خبرې څانګو بحثونه او خبرۍ سره په یوه تله ؤتلو نو کوم توپیر نه تر سترګو کیږې. او همدا فکرئ استدلال، تمرکز او کره والې تشه اوس هم موږ په ټولنه کې شتون لرې. دلته زه د ګاوڼدیانو پراخه لاسوهنه نه ردؤم. خو پر دي ټینګار کوم چې پرته له کومه کره سنده او ثبوته موږ باید بل ته ګوت نیونې دود پر ځاې پریږدو او په هره کړنه کې علمې او تحقیقې چلند وکړو.

باید دا یادونه وکړم چې دا کومه سیاسې لیکنه نده. او بحث کې د معتصم آغاجان یادونه د ارزونې لپاره اخیستل شوي. او اوس مهال دا جوته شوي چې معتصم آغاجان دومره موده د کوم ګاوڼد هیواد تر سترګو لاندې نه وو بلکې د اماراتو قانونې اسناد یې په لاس کې نه درلودل او تر څارنې لاندي نیول شوې وو، چي وروسته افغانستان او بيا بيرته تركيي ته ورسول شو.

نو د دي بحث د څیړلو لپاره په همدي خبر کې خواږه او ترخه تر سترګو کیدل او د بحث د څیړلو لپاره یوه ښه خبرې ارزونئ وړتیا درلوده.

پوهه، څیړنه، او کره والې نه یواځې په خبرې ډګر کې، بلکې په هر میدان کې موږ د هوسأینې او بډاینې پر لور بیایې، او تر ډیره بریده زمونږ غیر مسؤلانه کړنو مخنیوئ کولاې شې.

اوس مهال زمونږ ګران هیواد د هوساینې پر لور لوړ لوړ ګامونه اخلې او هر مثبت بدلونه ته پراخه غیږه لرې. نو همدا وخت دي چې د هر هغه نیک عمل بنسټ کیږدو چې زمونږه د بډاینې او هوساینې لپاره لاره آواره کوي. او د تیرو ناګټو کړونو جرړئ وباسؤ.

Copyright Larawbar 2007-2024