کور / هراړخیز / اوس هم ځينې مور او پلار د اولاد حقونه تر پښو لاندې کوي

اوس هم ځينې مور او پلار د اولاد حقونه تر پښو لاندې کوي

وايي چې جنت د مور او پلار د پښو لاندې دى ريښتيا ده چې د مور او پلار په شان خوند ، مينه او محبت د ماشوم لپاره په بل څه کې نشته ځکه چې يوازې مور او پلار دي چې د خپل اولاد په سالمه روزنه او پالنه کې برخه اخلي.
که چېرې مور او پلار د اولاد په سالمه روزنه کې ناغيړي وکړي اولاد بيا سالمه تربيه نه اخلي نه د خپل فاميل لپاره په درد خوري او نه د ټولنه که چېرې ماشوم د مور او پلار د سيورې لاندې را لوى شي نو ثمره يې بيا نه يوازې مور او پلار، خپل فاميل او بلکې د ټولې ټولنې لپاره په کې د خير سړى لوييږي.
په مور او پلار باندې ماشوم لومړۍ درې حقونه لري لومړۍ بايد اسلامي ښايسته نوم ورته انتخاب کړي داسې نوم چې په راتلونکي کې يې اولاد په خپل نوم وياړي دويم بايد په اسلامي روحيه يې لوى کړي د اسلام پر ټولو اصولو او قوانينو يې پوهه کړي دريم بايد مور او پلار که زوى وي او که لور د زوى لپاره د ده په خوښه ښايسته او په اسلامي اصولو برابره جينۍ ورته په شريعي نکاح کړي او هم د لور لپاره د دي په خوښه ځوان هلک وکړي ځکه چې دا حق ځوان هلک او پيغلې ته خداى پاک ورکړى دى چې تاسو په خپلو کې سره خوښ کړى او بيا په شريعي نکاح سره وادونه وکړئ.
خو بيا هم ځينې ديکتاتورې کورنۍ په دې يوېشتمه پيړۍ کې شته چې د خپلو اولادونو حقا حقوق تر پښو لاندې کوي او د خپل اولاد په مقابل کې ظلم او تيرى کوي.
غواړم چې د سترګو ليدلى حال په دې لنډه ليکنه کې تاسو سره شريک کړم يوه ورځ د ملګرو بنډار و ما هم په کې ګډون وکړ چې په دې بنډار کې اکثره ځوانان موجود ول په دې ځوانانو کې ځينې ډېر شوخ هلکان و چې بېلا، بېلې ټوکې او ټاکالې په کې شوې چا به څه ويل او چا به څه ويل زه هم ورته چوپ ناست وم او د دوى بنډار په اړه مې فکر کولو چې دوى په خپلو منځونو کې څه سره وايي يو ځوان ورته ويل چې ما ښځه په خپله خوښه کړې ده او بل به بيا ورته ويل چې ما په خپله خوښه نه ده کړې خو دخپل ژوند څخه راضي يم دريم ورته وويل چې ما ته مې مور او پلار په خوښه کړې ده خو ماته يې نه ده کړې خپلو ځانونو لپاره يې کړې ده چې دوى ته دکور کارونه ترسره کړي زما غم نه و ورسره چې زوى مې ده ترې راضي وي او کنه؟ په دې ډول خبرې پيل شوې او په دې وخت کې زه هم ورته متوجې شوم چې اوس د دغه ځوانانو حال وګوره چې په کورني ژوند کې خوشاله دي او که خفه په دې ځوانانو کې يو ځوان و چې د خپلې ښځه د نمزادۍ خبره يې دا ډول ورته پيل کړه څه سر به مو خوږ وم زما پلار چې دى په خپل کور کې ډېر ديکتاتور دى زموږ د کور ژوند داسې دى لکه کومه ټولۍ چې د پوليس وي مشخص په کې يو قوماندان وي نوره ټول يې يا عسکر وي.
پلار مې چې کومه خبره وکړه که هغه زموږ د فاميل په ګټه وي او که په زيان نو موږ مجبور يو چې د ده خبره ومنو ځکه چې زموږ پلار پخوانى صاحب منصب دى څه يې چې د عسکري په وخت کې کړې دي هغه ټول پر موږ تطبيقوي.
خبرې ډېرې سر يو راځو دې ته چې واده او يا نمزادي مو په څه ډول شوې ده او خپل مور او پلار په کوم ډول زما لپاره ښځه کړې ده سهار وختي له خوب پاڅيدم د لمانځه تلاوت د چاى څښلو وروسته د پوهنتون په لور روان شوم په پوهنتون کې مې درې ساعتونه ډک و او درس مې وويلو موټر او باسيکل هم نه لرم او کور مې د پوهنتون سره په څلور کيلو مترۍ کې پروت دى دولس بجې دي او ټکنده غرمه ده له پوهنتون څخه ستړى او ستومان د خپل کور په لور روان يم چې کله کور ته نېږدې شوم د ډول او سندرو اوازې مې تر غوږونو شو چې ګورم سندرې او د ډول وهل زموږ په د کور د ننه دي هک پک خيران پاتې شوم چې سهار خو کومه نوې خبره نه وه دا څه شوې دي چې اوس زموږ په کور کې ډو ل وهل کېږي په دې سوچونو کې زه هم د خپلو کور په دروازه ورننوتم چې په کور کې مو خوشالي او هاى حوى دى او دخپلې کور ميرمنې پر ما راټولې شوې او خواږ يې راباندې وشيندل چې ښځه مو درته وکړه مبارک د شه ما هم ورته وويل چې تاسو د هم مبارک وي په دې وخت کې شپې او ورځې تيريدې او زه له ډېرې ويرې خپل پلار ته نه شم ويلى چې ښځه دې له کوم فاميل او د چا له کورنۍ څخه راته وکړه څه وخت وروسته مې مور راته وويل چې د ډېرې ښې پيسه دارې ، خانانو له کورنۍ څخه مو ښځه درته کړې ده او په دې وخت کې زه هم پرې خبر شوم.
ما بيا هم په دې حالت شکر ادا کړ چې له ډېرو ځوانانو ښه يې چې نمزاد خو شوې خداى مهربانه دى داسې ورځ به راشي چې واده به د وشي.
ګټ مټ د نمزادۍ په شان حالتو سره بيا مخامخ شوم په پوهنتون کې مې د رياضۍ ازموينه درلوده د شپې مې خوب هم نه و کړى او د سهار لمانځه وروسته مې د پوهنتون په لور مزل پيل کړ فکر مې وکړ چې راځه په لاره به درس و وايي او هم به پوهتنون ته په وخت ورسيږې ازموينه مې ډېره ښه وه د سوالونو په حال کولو کې مې کومه نيمګړتيا او ستونزه نه احساسوله ځکه چې ټول وخت مې د پوهنتون درسونه تعقيب کړي و او په پرچه کې مې ټول سوالونو حال کړل.
نهه بجې وي چې له پوهنتون او د رياضۍ ا زموينې څخه د خپل کور په لور را روان شوم چې خپل کور ته را نېږدې شوم چې ګورم د خپل کور مخې ته مو ډېرى موټرونه ولاړ دي خداى شته چې ډېرى و ويريدم چې داسې نه په کور کې مو څه غم پيښ شوى وي اويا د فاميل کوم غړى مو د لاسه ورکړى وي.
په دې سوچونو او فکرونو کې ډوب وم چې د خپلې کور دروازې ورسيدم او په دې وخت کې هلکان او نجونې سندرې او ډولونه وهي زه هم په خپله ښادۍ ورګډ شوم د خپلو دوستانو او کليوالو خداى شته ډېر زيات خفه شوم چې دغه خلک به وايي چې که پلانى ليوانى دى په خپله ښادۍ هم نه پوهيږي زموږ په ټولنه کې معمول دى چې په غم ، ښادۍ ، ميلو او د ملګرو په بنډارونو کې سړى خپل دوستان او نېږدي ملګري او همصنفيانو ته خبر ورکوي چې په دې ورځ مې واده ده نو افسوس په دې کورنۍ چې ملګري ، انډيوالان ، همصنفيان خو پر ځاى پريږده چې زه هم په خپله د خپلې واده څخه نه وم خبر.
نو هر مور او پلار ته په کار ده چې د خپل اولاد څخه خپل حق تر پښو لاندې نه کړي ځينې داسې کړنې ده چې د بشر حقوق خو پرځاى پريږده چې اکثر وخت د اسلام له اصولو سره هم په ټکر کې وي ، نو مور او پلار او هم فاميل ته په کار ده چې د خپلو ماشومانو د ښې روزنې په لټه کې شي په آسلامي او ملي روحيه سره يې لوى کړي داسې نه چې خپل مور او پلار کړنې يې د اولاد لپاره د لويې مايوسۍ سبب وګرځي او د ژوندانه ټول پړاونه يې له بېلا، بېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګريوان کړي.