اور ژبی شاعر، سلیمان لایق
نه پوهیدم چي د ژوند مفهوم او فلسفه به څه وي خو ( دجماعت مړی) لنډه کیسه مي په اردو ژبه لوستې وه، دا مي دسلیمان لایق له آثارو سره لومړی پېژندون ځکه نه اټکلوم د جنرل ضیاءالحق د بدترین او چنچن امریت(دیکتاتوري) په خلاف چي (احتساب) مجله په اردو ژبه عبدالله ملک د لاهور څخه به خپروله د (چونغر) اردو ژباړي پکي خپریدلې هغه مي تر دې وړاندي لوستي وې، وروسته مي (کیږدۍ) دهند چاپ وموندله چونغر، یادونه درمندونه، د اباسین سپېدې، ورو،ورو مي د لایق صاحب آثار موندل د ځان پویولو ناکامي هڅي به مي کولې، یو اروایي آرامتیا او ذهني پراختیا به مي پکي موندله،په ذهن کي مي څه داسي پوښتني را ولاړیدلې چي د لایق په آثارو کي به مي جوابونه ورته لټول:
لایق یو شمېر نوي ترکیبونه او نادر شعري انځورونه وتراشل چي د پښتو ژبي د مزاج سره موافق او سمون خوري هم اوس د پښتو ادب خپل توکي پامیږي، د نوي او روڼ فکر لرونکي لیکوال او شاعران یې پراختیا ته هڅاند دي :
( د لایق شعر د افغانستان په ادب کي یوه نوې لاره نوی اغیز او نوی بهیر دی،هغه په پښتو او دري ادب کي د بدلون غوښتونکو د اوښتون غوښتونکو او د ویښتیا غوښتونکو د فریاد هغه لړۍ توده وساتله چي د شلمي پیړۍ په پیل کي مشروطه غوښتونکو پیل کړه او بیا وروسته ویښ زلمیانو هغه اوږده کړه(۱)
جرمنی شاعر( هاینې) وایي:
زماپه تابوت کي به یوه تُوره هم راسره ایږدئ
ولي چي زه د بشریت د خپلواکۍ لپاره د رواني جګړې
یو اتل سرتیری یم !
اور ژبی لایق چي د افغان ننګ او د لوی خوشحال بابا د تورُي د شرنګ ترجمان شاعردی او وایي:
هره ترانه چي د لایق له خولې نه وزي
وایي حماسه د عظمتونو د افغان
هم دا د افغان ننګ دی چي لایق یوې اوږدې مبارزې ته هڅوي هم دا د جبر او حاکمیت ناروا په روا بدلولو لپاره د خلکو د خلاصون لپاره لایق مبارزه ټاکي :
د رښتینو صداقتونو ترجمان او امانتګر لایق چي په قول او فعل کي رښتونی یوالی ساتي نه چي یوازي شاعر، ادیب ،ملي او سیاسي شخصیت دی ، په عملي توګه صوفي هم یو سپېڅلی انقلابي دی ، د خلکو سره دمیني د برملا اظهار لکبله تل د استبدادګرو او رجعت پرستو په زولنو او زندانو کي ربړیدلی هم کړیدلی دی:
دپښتو ادب په مقاومتي(مزاحمتي) برخه د عبدالمالک فدا، ولي محمد طوفان او اجمل خټک را وروسته لایق د خلکو خبره دخلکو په ژبه کوي د خلکو ستونځي او ناخوالي یادوي، دا ځکه خو خلک د لایق سره مینه کوي ، لولي یې ، اوري یې ، کلیزي یې نماځي ولي چي خلک لایق د خپلو سپېڅلو ارمانونو ترجمان ، امانتګر او ملي شاعري یادوي د لایق شاعري یوه رښتونې ملي امانتګره شاعري ده د تاریخ د ارتقاء په لور د امید ډک یو سفر دئ:
لوی استاد حبیبي صاحب د ملي ادیب په اړه داسي وایي:
ملي ادیب موږ هغه پوه او پياوړی لیکونکی ګڼو چي فکر یې د خپل ټبر وي، لیک یې دخپل ټبروي، ژبه یې دخپل ټبر وي، تخیل یې خپل وي ، د ویلو او لیکلو ډول او سبک یې خپل وي:
مراد او مقصد یې خپل وي، ټبریې خپل وي، دا ټوله چي خپل سوه نو یو ادیب او شاعر کولای سي چي د ملي ادیبانو په ټولۍ ودریږي او دا نوم وګټي، د داسي ادیب په ږغ ټبرونه غورځي او اولسونه ویښیږي له درانه خوبه وګړي راپورته کوي(۲)
لایق صاحب د رنګ او عقیدې د توپیرونو هم د ټولنیز جبر او پانګواله کرکو او توپیرونو په ضد د حق او صداقت ناره جګه کړې ده، ټول ژوند د دې نارې په توان توانیدلی دئ ، د جبر استبداد او استعمارګرو په مقابل کي د امید او بدلون توان ګړندی ساتي د اظهار د بیلو لارو په وسیله خلکو ته په خلکو کي د خپل شتون باور وربخښي او دا ثابتوي چي څه یم خو د خلکو یم او دخلکو یو رښتونی امانتګر شاعریم:
هر آواز د خپل وطن چي را په غوږ سي
زما ذهن راسپړي نوي ګلونه
د هرګل له یاغي رګه راخوټیږي
دا جنګي او معطر زما شعرونه
رښتونی ادب دخلکو له منځه رازیږي د روښان او سمسور سباوون په رغونه کي تاداو ګرځي ، خلک هم هغه ادب رښتونی او د خپلو ستونځو ترجمان ادب پاموي چي د خلکو د روښان مستقبل په رغونه کي ورسره مرسته وکړي ، خلکو سره دسیال ټولنیز ژوند په رغولو کي فکري او اروایي کومک وکړي او خلکو ته دا زیری ورکړي چي :
راته ښکاریږي چي اوس لمر راخیژي
د شپې لمني کي رڼا ښکاري
د زړه کړکۍ چي څنګه خلاصه کړمه
منظر د نوي پښتونخوا ښکاري
لایق په فکري او اروایي توګه ځان د خلکو د ښې او نیکمرغي ورځي راوړو او لیدو ته سپارلی دی د یو ادبي تحریک د فکري شالید په بڼه په خلکو کي را و ټوکېدو ، لایق د پښتو معاصر ادب (خصوصاً د انتقادي ریالیزم په حواله سره )یو رښتونی او ملي ارزښتونو برخمن امانتګر شاعردی ، ژوند یې ټول د ذهني استبدادګر او استعمارچیانو په ضد د مبارزې روڼه هنیداره ده :
د خلکو نیکي هیلي ساتل، د خلکو خپلواکي ساتل، د وطن خاوري ته صادق او امین اوسېدل او ملي حاکمیت قایمول هم ورباندي ټینګ اوسېدل د دې مبارزې اساس رغوي.
( چارچاپېره غوړیدلي غربتونه ، پسماندګۍ ،هوس پرستۍ، ظلم، جبر، مکارۍ په وړاندي د مظلومیت سندري ږ غول، د خپل وروسته پاته شخصیت ویر کول او د ځان د یوازیتوب ماتم کول به ښه وي او که د دې ټولو بدمرغیو په مقاومت کول هم کوم ارزښت لري ؟ (۳)
لایق د دې خپلاسي ناوړه جبر، تشدد او ټولنیزو بدمرغیو په ضد ټینګ مقاومت کوي او خلک یې د خپلو کړاونو او بدمرغیو د تفسیر په توګه قبلوي ، دې کي د لایق کومه ګناه او د هنري نقص اندیښنه ده ؟
د لایق زیات شعرونه دومره ساده او په کلیواله ژبه ویل سوي دي چي خلک یې اوس د محاورې په توګه کاروي او دخپلو هیلو انځورونه پکي ګوري ، دا ډول اشعارو ته شعار ویل به لویه ادبي بدنیتي نه وي؟
لایق باندي دا اوس نوي معترضین دا اعتراض واردوي چي د (چونغر) را وروسته یې شاعري هنګامي یا شعاري بڼه اخستې ده( دهنګامي یا بیړني موضوعاتو په اړه چي تخلیق وسي هغه ته هنګامي یا بیړنۍ شاعري وایي، د ترقي پسند ( یا مقاومتي ادب) ادب له رویه هنګامي یا بیړنۍ شاعري خپل ارزښت او قیمت لري، چي ترڅو په ټولنه کي د جبر او استبداد په ضد ټولنیز پاڅون پاته وي هنګامي یا بیړنۍ شاعري خپل ارزښت او برم دواړه ګړندي ساتي(۴)
هنګامي یا بیړنۍ شاعري په خلکو کي د زورګیر ناروا بورژوایي سیاسي دسیسو په خلاف پوهنه او رڼا زیږوي هم ټولنیز شعور ته وده ورکوي ، دخلکو مبارزه تودوي هم په وړاندي خوځوي (۵)
د هنګامي یا بیړنۍ شاعرۍ په اړه ( چي معترضین یې شعاري شاعري نوموي او ځني یې جنګي ترانې نوموي) نوموړی اردو ژبی نقاد او لیکوال علي سردار جعفري لیکي :
( هنګامي ادب دوه ډوله وي یو هغه چي د یوې ځانګړي پیښي زیږند وي ، وي مقصد دکومي بانبره پیښي د لیدو د اغیزي زیږ وي د مثال په ډول د ( رودکي) دا غزل :
بوئ جوئ مولیان آید همی
باد یار مهربان آید همی
شاه ما است و بخار آسمان
ماه سوئ آسمان آید همی
یا د بغداد پر زوال د سعدي ویرنه :
آسمان را حق بود ګر خون به بارو بر زمین
بر زوال ملک مستعصم امیر المومین
د امیرخسرو مثنویاني او د شاه ابواسحق پر قتل د حافظ غزل او د حافظ نوري هم داسي غزلي سته چي سل په سله کي په هنګامي پېښو اړوند دي او د غالب قصیدې چي ځني برخي یې د لوړي شاعرۍ پزړه پوري نمونې وې لاکن درباري شاعري وه ، د حاکمانو له ستاینو پریمانه شاعري وه او ټوله هنګامي شاعري وه :
تر هغه را وروسته د (بلقان) او (طرابلس) د جګړو په اړه د شبیلي نعماني ا قبال نظمونه د اقبال (جواب شکوه) نظم د عثماني سلطنت په اړه داسي بیتونه لري چي یو مخ په هنګامي یا بیړنۍ شاعري پسوللي دي هم دا ګناه روښنفکره لیکوالو ا شاعرانو هم کړې ده چي د انساني عظمت او شرافت په مبارزه کي یې پر ډېرو هنګامي موضوعاتو باندي قلم وچلولو، نن یې هم چلوي او سبا به یې هم چلوي :
دویم ډول د هنګامي ادب د تخلیق یو ځانګړی ساعت وي ( چي په یو ځانګړي ساعت کي تخلیق سرته ورسوي) چي د هم هه ځانګړي ساعت سره د باد خوراک وګرځي، دې باندي کوم خجالت په کار نه دی، د ډېرو غټو،غټو شاعرانو او لیکوالو د تخلیقاتو لویه برخه د پامه واچول سي چي یوه موده پس څېړونکي ورپسي پلټني پېلوي:
د دا ډول د ادب تخلیق د هغو شاعرانو ا لیکوالو لپاره زښت مهم وي چي قلم یې د بشري ضمیر ژغورولو ته ساتلی وي او په هیڅ وخت یې خپل قلم پلورلی نه وي (۶)
د کیفي اعظمي پر شعري ټولګه (آخرشب) باندي د پیش لفظ تر عنوان لاندي ایلیا اهربرګ لیکي :
( د یوه لیکوال او شاعر لپاره دا حتمي نه ده چي دا ډول ادب دي تخلیق کړي چي د راتلونکو وختونو لپاره دي وي ، شاعر او ادیب دي د داسي ادب په ( که څه هم هغه لیکنه د یوه ساعت لپاره وي) لیکلو دي چمتو وي څه معلومه ده که هم هغه یو ساعت یې د ملت د برخلیک د ټاکلو ساعت وي ):
د اور ژبي لایق په شاعري کي د ریاستي جبر او د ذهني استبدادګرو په ضد یو ځانګړی د عمل او د حرکت توان موجونه وهي ، د لایق شاعرانه افق د سپېڅلو هیلو او د روښان مستقبل د رڼاوو، سمبول دی هم لایق د خپلي شاعرۍ په ملي رول او ټولنیزو پيښو هم یې په ارزښتونو په ایماني توګه باوري دی :
زما هډوکي به لا فخر کړي په ګور کي
ومي نه لیکل د سپيو صفتونه
( درباري شاعر) نظم یې په دې اړه یو څرګند مثال هم ورکولی سو :
د لایق مینه افاقي ده ، ظلم چي چیري او په څه رنګ رامنځ ته کیږي او څوک یې کوي لایق یې بې توپیره په مقابل کي په شدت سره خپل ږغ پورته کوي :
خوله به پټه هرګز نکړم که حلال شم
زه د خلکو يوه چیغه انساني یم
ما له مرګه ویروي او خندا راسي
چي څه ویره به کوم چي قرباني شم
د نوړموړي چینایي شاعر ( تاو یوان منګ) په اړه د ده څېړونکو لیکلي دي :
( د ده جذبات رښتوني، منظرونه یې رښتوني هم یې افکار رښتوني وو)
په صادقانه توګه همدغه نظر د اورژبي شاعر لایق په اړه اظهاریدلی سي ، لایق د رښتینو جذبو ،رښتینو پیښو، رښتینو منظرونو ، رښتینو افکارو او سپېڅلو هیلو شاعر دی :
د لایق په شاعري کي خورا جوت ټکی وطن او دخپلو خلکو سره مینه او د دې میني رښتونی اظهار چي لایق یې په زندان کي ، په هجرت کي ، دملګرو په اخ و ډب کي هم یې د دار پر سر اظهارول غواړي :
لایق د دې قربانۍ بدل، عوض یا خراج نه غواړي تش د حق اذان اورول غواړي :
لایق د ثور انقلاب د عصر سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري ژوند د بدخوندۍ او ګډوډۍ عواملو ته پخپله شاعري کي پراخه ونډه بیلوي هیڅ هم تر پرده وډر نه ساتي ولي چي لایق نه خوشاعري درباري کړې ده نه یې قیمت وصول کړی دی ،لایق یو حساس او دردمند شاعر زړه لري چي د خلکو د زړونو درزا اوري او د خلکو په ستومانیو او کړاونو دردیږي :
د مکارۍ او د سیسو روان بهیر کي ټول چالاک خلک په یوه نه یوه رنګ ځان ته ډالري بکسونه ډکوي ، لوی ،لوی بنګلې او شیش محلونه ودانوي نو د لایق شاعري په یوه داسي خودغرضه او منافقانه چاپېریال کي د ژوندیو ضمیرو خاوندانو د ژوند کولو یوه حوصله منده پیلامه ده ،په دې ړانده ، شل او خودغرضیو ډک چاپېریال کي لایق د وطن د رښتینو ستومانو خلکو یوه رښتوینه پناه ګاه ده :
خپله خو څو کرته ملګرو پر ډاګ پرېښود لاکن خپله یې په ځان کي د چا پر ډاګ پرېښودلو هنر ایزده نکړو ، دا یو پولادي لوی عزم غواړي چي نازونه او عشرتونه پرېږده دخلکو د سوکاله ژوندون او د روښان سباوون لپاره مبارزه او قرباني قبوله کړه هم هغه څوک ورباندي پوهیدلی سي چي د لایق په څېر د وطن رښتونی زوی وي :
غم که لوی دئ زما زړه تر غمه لو ی دئ
ځلاند شعر مي د هیلو ساتندوی دئ
سر به کوز نکړي بې سره قدرتو ته
که لایق د خپل وطن رښتنی زوی دئ
په ۱۹۸۷ ء کال ستمبریا نومبر په میاشت کي زه او ډاکټر ګوهر( دسلیم راز خوریی) د پښتو ټولني کابل سره خوا کي د بین الملل له دفتر سره نژدې تېریدلو د بین الملل د دفتر په ګیټ کي ولاړ عسکر سره ډاکټر روغبړ وکړو ، ماهم ورسره روغبړ وکړو ، ۲۳ کلن یا ۲۴ کلن ځوان و:
ډاکټرراته وویل دا د لایق صاحب زوی دئ خپله عسکري وظيفه اجرا کوي .
دا مهال لایق صاحب د اقوامو قبایلو وزیر وو، او دا د لایق صاحب د خپلو خلکو د خپل وطن سره د خپلوۍ یو ژور احساس او د عملي سیاسي ژوند یوه سپېڅلې بیلګه ده :
ښاغلي سلیمان لایق خپله شاعري ټوله ژوند د شیش محلونو او د دې قصرونو د اوسېدونکو برعکس د دې خړو کوڅو او د دې کوڅو لوږو، تږو، لوڅو لغړو غو غربتونو پوڼولو خلکو د ویرونو ، ستونځو او بد مرغیو وسیله وګرځوله :
زما په اند زمانې خو د کیږدۍ ، چونغر، یادونه درمندونه، د اباسین کیسې، ساحل ، کیسې افسانې، او سپرغکي په بڼه د لایق بېل، بېل شاهکارونه خو ولیدل لاکن د نن خاموش لایق که هروخت ګویانه سو دا به یې د هنري شخصیت یو بل ناڅرګند رنګ وي هم به یې تر تېرو رنګونو جوت او توپیرمند رنګ وي :
د لایق لویه برخه شاعري ټولنیزه واقعیتونه راسپړي او زموږ ستره تاریخي او ملي شتمني ده ، د لایق ملي او ټولنیز ادراک د نوي استعمار ناولي دسیسې ، غیربشري او وحشي حرصمندي کرغیړني څېرې بربنډوي :
په تیرو څلورو لسیزو کي چي کومو لیکوالو او روڼ اندو خپل ټولنیز، سیاسي او ملي ارزښتونه په دایمي توګه سپېڅلي هم مهم پامولي دي په دې لړلیک( لیسټ) کي به لایق تر ټولو په سرکي هسکه غاړه ووینو ځکه چي د لایق سپېڅلی او روڼ کرکټر(کردار) لایق لویه شتمني ده .
زه د هغې خاوري نذر سوی قرباني یم
یوه خوا یې آمو دئ بله پوله یې جیلم
اخځلیکونه
۱. نوی روح …… بهاند لطیف ۸۹ مخ
۲. د علامه حبیبي شل مقالې ۵ برخه ۲۲۹ مخ
۳ . ترقي پسند تحریک کي نصف صدي جعفري سردار
۴. ترقي پسند نظریه ادب کي تشکیل جدید ثاقب رزمي ۱۸ مخ
۵. ……………………………………………………….۲۱۹ مخ
پاى