کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي د فرانسې سفير کندهار ولايت ته سفر وکړ

په افغانستان کي د فرانسې سفير کندهار ولايت ته سفر وکړ

پرون په افغانستان کي د فرانسې سفير له کندهار والي سره د دغه ولايت پر يو لړ مهمو موضوعاتو وږغېد.

په غونډه کي چي د کندهار والي د کار په دفتر کي جوړه سوې وه، د فرانسې سفير جين مايکل مارلوډ، د امريکا د ملکي چارو استازي ايډوارډ الفورډ، په سوېل کي د يوناما استازي ډاکټر سوکانيا موهنداس، کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا او مرستيال والي عبدالقديم پتيال ګډون کړى و.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سفير ته د کندهار په هکله هر اړخيز معلومات ورکړل. والي وويل، کندهار يو زراعتي ولايت دى او د اقتصاد لويه برخه يې زراعت جوړوي، دغه ولايت انار، انګور او زيات شمېر داسي مېوي لري چي په ټوله نړۍ کي يې نوم وړى دى، خو متاسفانه چي بازارموندنه نه ده ورته سوې. والي زياته کړه، دوى هڅي کوي چي د کندهار مېوو ته نړيوال بازار پيدا کړي او له بين المللي مرستندويه ادارو څخه يې هم هيله دا ده چي د کندهار مېوو ته په بازارموندنه کي مرسته ورسره وکړي. نوموړي وويل: “که د کندهار زراعت ته توجه وکړو او مېوو ته بازار پيدا کړو، کروندګر به مو د ترياکو له کښت څخه هم لاس واخلي.” د هغه په خبره، ترياک ځکه کرل کېږي چي په اقتصادي لحاظ ګټور دي.

والي وويل، په کندهار کي د امنيت، اقتصاد او تعليم په برخو کي هم زيات پرمختګ سوى دى، ان اوسمهال په ولسواليو کي لا ښوونځي پرانيستي او زده کوونکي پکي په زده کړو بوخت دي. والي دغه راز ټينګار وکړ چي مرستندويه ادارې دي له ولايتي ادارې سره په همږغۍ پروژې ډيزاين او پلي کړي. هغه زياته کړه: “زموږ يوه له لويو ستونزو څخه دا ده چي پرمختيايي پروژې مو په مرکز کي ډيزاينېږي او د خلکو اړتياوو ته نه کتل کېږي.” ويسا وويل، اوسمهال زيات شمېر موسساتو ژمنه کړې چي له ولايتي ادارې سره به په همږغۍ پروژې پلي کوي.

د فرانسې سفير جين مايکل مارلوډ وويل، دوى به تر وسه هڅه وکړي چي د کندهار مېوو په خاص ډول انارو ته بازار پيدا کړي. هغه هيله وښوده چي که د کروندګرو سره په زراعت کي مرسته وسي، دوى به د ترياکو له کښت څخه لاس اخلي. هغه زياته کړه، کندهار يو له ډېرو مهمو ولايتونو څخه دى، چي دوى به يې په هره عرصه کي مرسته وکړي.
پورته خبرپاڼه دکندهارولایت مقام دمطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته را استول سوې وه.