زابل:په تصفيوي عملياتو كي ٦٠طالبان وژل سوي ٤٠ ژوبل دي
دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني دیوې مرکې پرمهال وویل چي دهوا په ګرمیدو سره دګاونډي هیواد پاکستان څخه ودې ولایت ته وسله وال طالبان رالیږل سوې دي او هغوی ته دمدرسو تربندیدو وروسته لارښوونه سوې چي پدې ولایت کې دافغان ځواکونو سره جګړه وکړي.
امنیه قومندان وايي په تیره یوه میاشت کې يې وسله والو طالبانو ته سخت مالي اوځاني زیانونه اړولې او دګډو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د۶۰ په شاوخواکې يې وسله وال طالبان وژلي، تر۴۰ پورې يې دجګړې پرمهال په ټپي حالت کې نیولې دي.
ښاغلی روغ لیونی وايي پدې عملیاتو کې يې تر۳۰ زیات کسان دوسله والو سره دمرستې په تور نیولي چي دامهال ترځیړنولاندي دي.
بل لور ته بیا وسله وال طالبان ادعاکوي چې په تیره یوه میاشت کې يې ګڼ شمېر بهرنیو او کورنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
او ددوی څخه ګڼ شمېر وسلې نیولي دي خو امنیتي چارواکي بیا یوازي دخپلو ۷ سرتیرو دوژلو ادعامني اونور هرڅه دوسله والو طالبانو دتبلیغاتي جګړې یوه برخه بولي
په زابل کې امنیتي چارواکي پداسي حال کې وسلو ته دمرګ ژوبلې اړولو خبرورکوي چي تیره ورځ هم ددې ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې ۷ سیمه ایز پولیس ددولت دمخالفینو سره یوځای سول.