[ډیورنډ کرښه نسته خپله دفاع نور د پولي هاغه غاړه کوو]

رحيم ګل څاروان | اگست 23rd, 2008


دافغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کښي یوه خبري کنفرانس ته په ډیر جدي توګه وویل کله چې پاکستانی ملا عمر په ننګرهار کښي د ځانمرګي برید مسئولیت په غاړه اخلي او د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله مسعود او مولوي فضل الله ګواښ کوي چې په افغانستان کې به جهاد ته دوام ورکوي نو دوی به دافغانستان ددفاع لپاره له پولې واوړي او هلته به له وسلوالو سره جګړه وکړي. ولسمشر کرزي وویل:


د پښتو ږغ دپاره دلته کليک وکړئ !



” د پاکستان ملا عمر ویلي چې دا انتحاري حمله چې په ننګرهار کې وسوه نه پوهیږم چیری وسوه په مارکو کې وسوه دا ده کړی وه، یو خارجي سړی دی په افغانستان کښي انتحاری حملی کوی یا ملا فضل الله اعلان کړی چې ځم افغانستان ته یا بیت الله مسعود اعلان کړی چې ځم افغانستان ته دلته دوې خبری دي یا دا خلک داسې فکر چې دا هاغه پخوا افغانستان دی بې صاحبه دی یا به دوی دا فکر کوی چې دا د ډیورنډ کرښه نسته ها ښه دی چې نسته موږ هم پرې خوشاله یو نو دا افغانستان ته دا حق ورکوی چې د خپلی خاوری ددفاع لپاره د خپلو خلکو ددفاع لپاره او په پاکستان کښي د پښتنو ددفاع لپاره چې هره ورځ تر ظلم لاندی دي‌ بچیان یې وژل کیږي مکتبونه یې سوځل کیږي مشران یې شهیدان کیږی کورونه یې بریاديږي د ترور په نامه توطیه ورته جوړه ده ځپل کیږي او تر پښو لاندی کیږي دا نو د افغانانو خپله وظیفه ده چې هم خپله دفاع وکړي او هم دخپلو وروڼو دفاع په ها خوا کې وکړي نو زموږ په نظر فضل الله پاکستانی ملا عمر او بیت الله مسعود داستخباراتو ایجنټان دي دپښتنو ددښمنانو”. ولسمشر حامد کرزي په زغرده وویل چې دوی به ددغو طالبانو په وړاندې جدي ګامونه واخلي دیوې بلې پوښتنې په ځواب کښي چې څه ډول دفاع به کوي داسې وویل‌ :


د دري  ږغ دپاره دلته کليک وکړئ !



” هر ډول چې ممکنه وي کله چې بیت الله مسعود برالا وايی چې افغانستان ته ځم خارجی وژنم او افغانان وژنم نو زموږ دفاع به څه شی وي زمونږ دفاع زاري به وي کله چې پاکستانی ملا عمر وايي چې د ننګرهار د مارکو انتحاری حمله ما کړی نو زمونږ دفاع به څه شی وي شعر ویل یا څه شی وي چې زمونږ نجات برابر کړي بې له دی مونږ وژل کیږو دلته نو ښه داده چې یو قدم وړاندې لاړ شو هلته ځان ووژنو چې دښمن مونږ ته رانه شي دا دعواطفو او احساساتو له مخې نه ویل کیږي افغانستان دیرش کاله ددی مصبت تحمل کړی دیرش کاله کیږی چې افغانستان کښي جهاد نه ختمیږي په خدای که د کعبې شریف امام هم راولی او په افغانستان حکومت جوړ کړي بیا به هم پاکستان وايي چې جهاد شته حقایق دادی نو زمونږ حوصله سر ته رسیدلی زرګونه نفر زمونږ خاوری ته رالیږل کیږی زمونږ کورونه خرابیږی مکتبونه سوځول کیږی څنګه امکان لری چې یو خارجی دی جګ شي ودی وايي چې ځم افغانستان ته خلک وژنم او مونږ ځانونه غلی کړو ایا تاریخ نه لرو جرئت نه لرو څه نه لرو له چا کم یو ملا فضل الله چې دا خبری کړي دي مونږ ته دی دا حق راکړي چې کور ته یې ورشو او په خپل کور کښي یې ووژنو هر چیرته چې وي بیت الله مسعود برالا دپاکستان حکومت ته وايو چې بیت الله مسعود هملته ورسره و.


هو پرون مو هم وهل او ملا محمد عمر هم پاکستانی ملاعمر خپل ملا محمد عمر بیرته راولو او په یوه غار کښي یې ننه کوو، هغه زمونږ دی خپل مو چې هر څه ووایي خیر دی او خارجی چې زمونږ دښمنی ته راځي په مقابل کښي يې دریږو او دا مو شروع کړې هم ده”.









امريكا پر ډيورنډ پوله د بريد ويډيو خپره كړه – وېډيو –  [ سروش]






 

Copyright Larawbar 2007-2024