کور / تازه خبرونه / په هنگو کې دوه ښوونکي وژل شوي

په هنگو کې دوه ښوونکي وژل شوي

پېښور: دبي بي سي دخبرله مخې په خيبر پښتونخوا کې ناپېژاندو وسلوالو د يوه حکومتي ښوونځي دوه ښوونکي په ډزو وژلي دي بل خوا د پېښور په حيات اباد سيمه کې په يوه وياله کې دوه جسدونه چې په بوريو کې اچول شوي وو، موندل شوي دي.د پولیسو چارواکي وايي په هنګو کې د يوه ښوونځي دوه ښوونکي نن (سه شنبه، ۱۳ مې) سهار اووه بجې هغه مهال چې ښوونځي ته روان وو، د وسلوالو په ډزو وژل شوي دي.دغه پېښه د ښوونځي تر څنګ شوې او بريدګر له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي.پوليس وايي دا لا معلومه نه ده، چې بريدګر څنګه راغلل او په کوم لوري وتښتېدل، ځکه په خبره يې چا په دې اړه څرګندونې نه کولې.له پېښې وروسته په سيمه کې زده کوونکو مظاهره وکړه او ځايي مخورو دا پېښه په سختو ټکو وغندله.په هنګو کې په تېرو څو مياشتو کې پر ښوونکو دا دريم بريد دی.د فبروري په مياشت کې هم وسلوالو په هنګو کې درې ښوونکي په ډزو ووژل او له دې وروسته يو بل ښوونکی وسلوالو ټپي کړ.په يوه جلا پېښه کې د پیښور په حيات اباد کې د دوو کسانو جسدونه چې يو د يوې ښځې او بل د نارینه دی په بوريو کې موندل شوي دي.ويل کېږي چې د ښځې عمر له ۲۸ تر ۳۰ کلونو او د نر عمر شاوخوا ۱۸ کاله دی.دا لا نه ده معلومه شوې چې د ناموسي قتلونو د لړۍ يوه برخه ده، که د شخصي تربګنۍ پايله ده.