هم ثواب، هم خرما

د لراوبر اداره | مې 14th, 2014


د افغانستان دولت چې نړیوالو د نړي دوهم فاسده هیواد غږ پري کړې، اوس د افغانستان اوسیدونکو ته دا په اثبات ورسوله چې د فساد تر ځنګ ځنې ښه کارونه هم دولت کوې، چې ملت به ئې له ګټو برخمن شې.

د مالوماتې تکنالوجې وزرات د افغان سټ یو سپوږمکې چې ګونګسې ئې مخکې اوریدل شوي وو، په کامیابې سره د ځاې پر ځاې کیدلو خبر ورکړ. چې دا توغول شوي سپوږمکې به د دولت بودجې ته دپام وړ شتمنې راوړې.

د همدې سپوږمکې له برکته به د هیواد دننه او بهر افغانانو د تلیفونې اړیکو بیه کې هم د پام وړ بدلون رامنځ ته شې، چې اوسمهال د یوې دقیقې بهرنې اړیکه د دریو افغانیو نه نیولې تر لسو افغانیو پورې د هیواد نه بهر ته د اړیکې لګښت راځې. همداشان که له بهره د هیواد سره اړیکه ټینګه کړ‌ې نو د چم ګاوڼ هیوادونو پرتله لس چنده ګرانه تمامیږې. او لأمل ئې هم د خپلې سپوږمکې نه درلودل وو.

همدارنګه د مالوماتې تکنالوجې د وزرات سره د هیواد په کچه ثبت شوؤ ۸۹ تلویزیونې چینلونو ، ۲۲۰ رادیوګانې او نامالومه شمیر ویبپاڼو د نومونو نه لاتراوسه د هیواد دننه او بهر میشتې افغانان ناخبرې دي، او یوه، نیمې ته چې لاس رسې لرې هغه هم د نورو سپوږمیو په مټ دي. چې د افغان سټ یو سپوږمکې به ډیر ژر د هیواد ګوډ، ګوډ کې د دې ناخبرو تلویزیونې چینلونو، راډیوګانو او ویب پاڼو خبر هیوادوالو ته ورسوې.

او که د افغانستان دولت د ثواب او خرمأ دا لړې نورو وزارتونو او په خاص ډول د اوبو او بریښنا وزرات په چارواک هم پلې کړي نو، د نورو په مټ هیواد ته ورکړل شوي برښنأ ګانو د لوړو بیو د ورکولو څخه به هم ملت خلاص شې او هم به د ملت لخوا ورکړل شوې پیسې د ګاوڼداینو سره د شراکته پرته ملي بودیجې ته لاړې شې.

افغانان اوس پدې باورمند شوي، چې زمونږه هیواد به پر مخ ځې، او د پرمختګ مخه ئې هیځ څوک هم نشئ نیولې. همداشان افغانان دي پایلې ته رسیدلې، چې نړیوال که د فاسده هیواد غږ کوي دا د هغوې خپل اټکل دي. د افغانانو پر وړاندې افغانستان نوې اقتصادې او سیاسې برنامې لري، چې د غښتلې ملت لخوا به د تل پاتې افغانستان د بډاینې لپاره پلې کیږې.

او په اخره کې د ارواښاد سردارصیب داود خان هغه پلانونه چې د یوه غښتلې افغانستان لپاره ئې طرحه کړې وو د پوره کول پر لور روان دي، او دا ارمانونه به د غښتلې ملت لخوا ډیر ژر پوره شي، کوم چې د وخت په ملي سرود کې هم ذکر شوي وو.

څو چې دا ځمکه اسمان وي
څو چې ژوند پدې جهان وي
څو چې پاتې یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
تل به دا افغانستان وي

Copyright Larawbar 2007-2024