تازه خبر:د بولدك پرامنيي قوماندانۍ او سردارۍ ځانمرګي بريدونه وسول

د لراوبر اداره | مې 14th, 2014


نن ماښام دکندهار ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ بازار ته څېرمه په سپکو اودرنو وسلو سمبالو طالبانو مرګوني بريدونه وکړه ، قاري يوسف احمدي رسنيو ته همدا شېبه وويل چي بريدکوونکو لومړی پیره داران وویشتل او ورسره سم یې پر سرداري او قوماندانۍ بریدونه پیل کړل او لس دقیقې بعد یې موټر بم ته هم انفجار ور کړ، دغه طالب وياند ادعا کوي چي نښته روانه ده او دوی د ۱۳ کسانو د وژل کېدو خبر ترلاسه کړی دی.
هڅه مو وکړه په کندهار او بولدک کي د امنيتي چارواکو څخه د بريدونو په اړه معلومات وغواړو خو هغوی دا مهال جزياتو ورکولو ته وخت نه درلود.

Copyright Larawbar 2007-2024