د ٣ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو
عطاالله محمدي
د کندهار ملي امنيت رياست درې وسله وال چي په کندهار کي يې هدفي وژني او فعاليتونه سرته رسول، ونيول.
ياد درې تنه چي غوښتل يې په کندهار ښار او ولسواليو کي چرکي، او د دولت پر ضد فعاليتونه وکړي، خو د کندهار د ملي امنيت رياست د منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول.
له دوى سره ٢ ميله کلاشينکوفونه او دوې ميله توپنچې هم نيول سوي دي. دغو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړى دى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.