کندهار:دوهم پړاو ټاکنو ته پوره چمتوالۍ سته
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کندهار کي د ټاکنو دوهم پړاو ته د چمتوالي خبر ورکړي
وروسته له هغه چي د ولسمشري چوکۍ لپاره د ۹ نوماندانوڅخه یوه هم ونه کولای سوای چي ۵۰+۱ رای خپلي کړي،ټاکني دوهم پړاو ته وغځېدلې
دکندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايې چي دوی دوهم پړاو ټاکنو ته پوره چمتوالي لري او د تیرو نمګړتیاو څخه په زده کړه ښې او رڼې ټاکني ترسره کړي

د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالهادي داوري وايې ټول ټاکنیز توکي ورته رسېدلي دي او د ټاکنو یوه ورځ وړاندي به يې د څمکي او هوا د لاري د رای مرکزونو او محلونو ته ورسوي
نوموړي ددې تر څنګ خبرداری ورکوي ،چي د خپل دفتر اړوند هغه کسان چي شمېر يې له درې سوه څخه تر پنځه سوه پوري رسیږي او د ټاکنو په پروسه کی په درغلي تورن دی هم له دندو لیري کړي.
هغه وايې ددې په خوا کي يې د ۸۷۰ محلونو شمېر ۱۰۷۰ محلونو ته لوړ کړي،چي په دې سره به د ټاکنو پروسه نوره هم شفافه سي
باید وویل سي چي دوهم پړاو ټاکني به د روان کال د جوزا د میاشتي پر ۲۴ د دو مخکښو نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي تر منځ ترسره سي.
او د افغانستان په تاریخ کي به په لومړي ځل له یوه منتخب ولسمشر څخه بل منخت ولسمشر ته په سوله ایز ډول د واک انتقال صورت ومومي.