په جنوب کي د ټاکنو دوهم پړاو ته چمتوالۍ
د هیواد د جنوبي ولایتونو اوسیدونکي وايې دوهم پړاو ټاکنو به پراخ ګډون وکړي
دا خلك له دولت څخه غوښتنه كوي تر څو د ټاكنو په ورځ ورته پوره امنيتي تدابير ونيسي .
په همدې وخت كي د ټاكنو دخپلواك كميسيون وايي دوى د دوهم پړاو له پاره پوره چمتو والۍ نيولى دئ او امنيتي ارګانونو ورته ډاډ وركړى چي په دې ورځ به كومه امنيتي ستونزه نه وي .
د افغانستان په جنوب كي ددولت وسله والو مخالفينو د ولسمشرۍ د ټاكنو په لومړي پړاو كي هم پوره هڅه وكړه تر څو دا بهير له خنډ سره مخ كړي خو دامنيتي ځواكونو د هلو ځلو په نتيجه كي د ټاكنو لمړى پړاو په پوره برياليتوب سرتر سره سو .
د كندهار،هلمند،زابل او اروزګان ولایتونو اوسيدونكي د ټاكنو په دوهم پړاو كي دگډون لپاره پوره چمتو والۍ ښيي خو پر دولت ږغ كوي تر څو د ټاكنو په دوهم پړاو كي هم د لمړي پړاو په څېر ددوى امنيت ونيسي .
د كندهار د ټاكنو سيميز دفتر خلكو ته پوره ډاډ وركوي چي د ټاكنو ددغه پړاو له پاره بشپړ چمتووالۍ نيول سوى او امنيتي ارګانونو ورته ډاډ وركړى دئ .
د هیواد په جنوبی ولایتونو كي د ټاكنو په لمړي پړاو كي ددولت وسله والو مخالفينو خلكوته په ټاكنو كي دگډون نه كولو گواښونه كړي وو خو دټآكنو په ورځ زرگونو كسانو په دې بهير كي ګډون وكړ.