ولسمشر كرزى هند ته روان سو

د لراوبر اداره | مې 26th, 2014


ولسمشر حامدکرزی د هند هېواد د نوي منتخب صدراعظم ښاغلي نریندرا مودي د لوړې په مراسموکې د ګډون په موخه، نن سهار د دغه هېواد پلازمېنې نوي ډیلي ته روان شو.

ټاکل شوې ده چې جمهور رئيس کرزی به په خپل دغه دوه ورځني رسمي سفر کې د هند له لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدنه وکړي.

د هېواد له جمهور رئیس سره هند ته په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا ملګرتیا کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024