دینی عالمان ددیني مدرسو غوښتنه کوي
د رجب المرجب (خداى تعالى) د مياشتي ٢٧ – مه د نړۍ په اکثرو اسلامي هيوادونو کي د مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي.
دغه ورځ مسلمان د خپلي عقيدې له مخي لمانځي او وايي د اسلام ستر پيغمر حضرت محمد (ص) په دې شپه معراج (اسمان) ته ختلئ او هلته يې له خداى (ج) سره راز او نياز کړئ دئ.
د افغانستان، پاکستان، هندوستان او منځنۍ آسيا د هيوادونو مسلمان هر کال په دغه نېټه خيراتونه، نفلونه، د قرآنکريم ختمونه او ملايان په مسجدونو کي وعظونه کوي
په کندهار ولایت کي هم ددې ورځي په ویاړ ځانګړي دیني او مذهبي مراسیم جوړ سوي او په ترڅ کي يې ۹تنو قاریانو او ۷حافظانو ته هم د اعزاز بګړي ور وتړل سوې
دغو کسانو د یو نیم کال په ترڅ ټول قران شریف په تجوید زده کړی او یاد کړی دئ
د خرقې مبارکي متولي نسیم اخندذاده وايې د رجب المرجب د میاشتي ۲۷ په اسلامي نړۍ کي په دیني او مذهبي مراسیمو سره لمانځل کیږي او دا شپه د خورا زیات فیض او برکت څخه ډکه ده
نوموړي پر ټولو خلګو ږغ کوي ،چي په دې حساسو شپو ورځوکيد يو بل پر ټپونو د پټيو لګول، د تېرو ناوړه پېښو هېرول او د راتلونكې لپاره په ګډه كار كول زموږ دنده ده
دده په خبره ددې ورځي د لمانځل څخه يې هدف د شتمنو کسانو پام د غریبو خلګو خوا ته را اړول دئ
په ورته وخت کي دینی عالمان غوښتنه کوي ،چي په هیواد کي دیني مدرسې جوړی سی تر څو زموږ طالب العلمان د ګاونډیو هیوادو پر ځای په خپل هیواد کي دینی زده کړي ترسره کړي
دغه کسان وايې ددې چاري له امله به سرتاسری سوله هم په هیواد کي تامین سي په دې اړه د كندهار دپوهنې ريس عزيز احمد خالد وايي چي دوى دديني مدرسو پراختيا ته لمړيتوب وركړى خو ددى مدرسو مشرا ن ددولت قوانينو ته غاړه نه ايږدي او نه غواړي چي ددولت له لوري د وركړل سوي تشكيل له مخې خپل استادان تعين او وګماري او يا هم دبانك له لارې هر استاد ته معاش وركول سي .چي ددوى دغه عمل خپله په دې ولايتکيد ديني مدرسو د پراختيا په لاركې لوى خنډ دى
ديادونې وړ ده چي د كندهار دپوهنې رياست دا مها ل په خپل تشكيلکييودېرش ديني مدرسې لري چي له دې څخه پنځه ويشت فعاله دي او شپږ نورې دپورته ذكر شويو علتونو له مخې تړل سوي.