کور / تازه خبرونه / کندهار:دمیوند تاریخي سیمو ته دي پام وسي

کندهار:دمیوند تاریخي سیمو ته دي پام وسي

دکندهارښار ترڅنګ د ولسواليو تاریخي او مقدسو اماکینو ته دي پام وسي
کندهار د افغانستان له هغوو لویو ولایتونو څخه شمېرل کیږي،چي ډېر تاریخي او مقدس اماکین لری،دغه ځایونو ته په تیرو دریو لسیزو جګړو او د دولت د نه پاملرني لپاره زیات زیان اوښتي دئ.
دکندهار اوسیدونکي له مرکزي او ولایتي ادارې غواړي ،چي تاریخي او مقدسو اماکینو جوړوني او ساتني ته دي پاملرنه زیاته کړي

ددوي په خبره ،چي په کندهار ښار کي ځيني تاریخي ودانۍ رغول سوي ،خو په ولسواليو کي نه یوازي ،چي جوړي سوي نه دي بلکه ډېری يې په بدحالت کي دي او که ورته پام ونه سي ،نو له منڅه به ولاړي سي
د میوند ولسوالۍ اوسیدونکي وايې په تيرو دولسو کلونو د میوند ولسوالۍ تاریخي ځایونو ته پام نه دئ سوي
د دوي په خبره ،چي په میوند ولسوالۍ کي د ملالۍ میوندۍ او د غازي ایوب خان مقبرې باید له سره ورغول سي،او په دې ولسوالۍ کي ټولو تاریخي ځایونو ته پام وسي

د میوند اوسیدونکي اغاجان وايې(( د میوند له تاریخه خو ټول خبر دي خو لکه ،چي دا زموږ چارواکي ندي خبر،که دوی خبر دي نو ولي د ملالۍ قبر نه جوړوي،د انګریزانو سره د هغې میړانه باید هیره نه کړو،هغه پر موږ حق لري،چی نوم يې ژوندی وساتو او قبر يې جوړ کړو.د غازي ایوخان زیارت چي دلته نور شهیدان هم سته او یو باغچه يې هم درلودل ندي جوړ سوي))

د میوند بل اوسیدونکي نور احمد وايې((دولت دي د میوند ولسوالۍ تاریخي ځایونو را ته جوړ کړي، میوند ولسوالۍ ښه تاریخي ځایونه لري.خو کندهار والي تر اوسه په میوند ولسوالي کي تاریخي ځایونه ندي جوړ کړي.موږ د میوند خلګ ورسره مرسته کوو،دوی دي راسي،خو دوی نه راځي))

دکندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دواخان مینه پال د خلګو اندیښنې پر ځای بولي او وايې د امنتي ستونزو او ګواښونو له امله يې په میوند ولسوالۍ کي تاریخي او مقدسو اماکنیو ته پام ندي کړي.
دې وايې څه موده وړاندي په میوند ولسوالۍ کي د ملالۍ میوندۍ د مقبري کار پیل سوي و ، خو د امنیتي ستونزو له امله له يې کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ سوي دي
هغه وايې که امنیت تامین سي ،نو ډېر ژر به په میوند ولسوالۍ کي د تاریخي او مقدسو اماکینو د رغوني او جوړوني په څنګ کي نوري ګټوري پروژې پيل کړي، او د تاریخي او مقدسو اماکینو د رغوني لړۍ به ولسواليو ته وغځول سي.
ښاغلي مینه پال وايې د تاریخي اماکینو د رغونۍ په لړۍ که يې د میرویس نیکه د زیارت د رغوني چاري پیل کړي دي .

چي چاري به يې ددريو مياشتو په موده كي د درې عشاريه پنځه ميليونو افغانيو په لګښت تر سره سي
هغه وايې د شاه جامع،خرقې مطهرې او احمدشاه بابا د مقبرې د رغوني کارونه بشپړ سوي او په نژدې راتلوونکي به د موی مبارک او میرهزار جامع کارونه پیل سي.
باید وویل سي ،چي دکندهار په نورو ولسواليو کي هم زیات تاریخي ځایونه شتون لري،خو تر اوسه په ولسواليو د تاریخي او مقدسو اماکینو په رغونه کي کوم د پام وړ کار نه تر سترګو کیږي