کندهار:دکوچنیانو حالت د اندیښنې وړ دئ
د جون لومړي نېټه د کوچنیانو نړیواله ورځ ده،دغه ورځ په نړۍ کي په داسي وخت کي لمانځل کیږي،چي په کندهار کي د کوچنیانو حالت د اندیښنې وړ ښودل سوی دئ
په هيواد كي جنگ جگړو او دخلكو بې ځايه كېدل هغه څه دي چي د عامو خلكو په ژوند كي يې په ټولنيزو او اقتصادي برخو كي منفي اغيزې شيندلي .
له دغو اغېزو څخه کوچنیان او تنكي ځوانان هم بې برخي پاتي سوي نه دى ،ماشوما ن د كورنيو دمشرانو لخوا دې ته مجبوره كيږي تر څو د كورنۍ دنفقې دبرابرولو لپاره درانه كارونه وكړي او يا هم په ښار او كوڅو كي فقر وكړي خودا کوچنیان له دولت او خيريه ټولنو غواړي تر څو دوى ته د زده كړو شرايط برابر او له دې درنو كارونو وږغوري .
په كندهار دبشر د حقوقو د سيميز دفتر دکوچنیانو دبرخي مشر شمس الدين تنوير هم له کوچنیانو څخه په درنو كارونو كي كار اخيستل د بشر دحقوقو خلاف كار بولي او پر دولت ږغ كوي تر څو ددې عمل مخه ونيسي .
خو په كندهار كي د كار ټولنيزو چارو او شهيدانو د ریاست مشر نظر علي قاطع وايي د بېوزلو او اړو ماشومانو لپاره د زده كړو او كار دزمينې برابرول ددوى له وسه لوړه خبره ده . دده په وينا ددوى اړوند وزارت په دې اړه يوه لايحه جوړه كړې چي په تصويبېدو سره به يې تر ډېره داستونزه حل سي .
دا په داسي حا ل كي ده چي دعامې روغتيا درياست چارواكو په كثا فات دانيو كي ددې ماشومانو د ګرځېدو له امله د ډول ډول ناروغيو د رامنځ ته كېدو خبر هم وركړى.