کندهارخبریالان:معلوماتو ته لاس رسی نه لرو

اسدالله زړه سواند | مې 27th, 2014


په كندهار کي مېشت خبريالان شكايت كوي چي دولتي چارواكي ورسره دپېښو په وخت کي همكاري نه كوي او په داسې حالاتو کي له دوى سره ناسم چلند كوي .
خبريالانوګواښ وكړ كه چيرې ددوي چلند په همدې ډول دوام وكړي دوى به په دې ولايت کي ددولتي خبرونو له خپرولو څخه ډده وكړي .
كندهار چي ډېرى وختونه ديولړ امنيتي پېښو شاهد وي خبريالان پكښې اړ دئ تر څو دخپلو رېپوټونو د كره والي په موخه له دولتي او امنيتي چارواكو څخه معلومات تر لاسه او دخلكو ترغوږو يې ورسوي .

خو په دې وروستيو کي په دې برخه کي يولړ ستونزې رامنځ ته سوي . په كندهار کي مېشتو خبريالانو ديوې غونډې په ترڅ کي پر دولت ږغ وكړ چي دا ستونزي له منځه يوسي او پريږدي چي خبريالان په وخت سره خلكو ته حقايق وورسوي

د كندهار والي وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دوا خان مينه پا ل وايي په كندهار کي تر ډېره بريده چارواكي هڅه كوي تر څو په وخت سره خبريالانو ته كره معلوما ت په واك کي وركړي خو په وروستيو پېښو کي هغه څه چي پېښ سوي د افرادو په كچه ده نه د چارواكو په كچه خو په دې اړه ددوى پلټنې پيل سوي .
ديادونې وړ ده چي د چارواكو له لوري په وخت سره خبريالانو ته د جزئياتو نه وركولو له امله دخبريالانو او اړوندو مطبوعاتي ادارو تر منځ هم ستونزې رامنځ ته كيږي چي د خبريا ل مسلكي پوهه تر پوښتنې لاندې راولي.

Copyright Larawbar 2007-2024