کندهار:بلوڅانو د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ
په سويل کي د بلوڅانو د قوم مشران وايې په دوهم پړاو ټاکنو کي به پراخ ګډون وکړي او اشرف غني احمدزي ته به رايه ورکړي
په همدې موخه حشمت خليل کرزي په خپل کور کي لويه غونډه جوړه کړې وه ،چي د بلو څانو د قوم د مشرانو ترڅنګ قومي او ولسي مشر حاجي اغالالي دستګيري هم ګډون پکښي کړي وو
په غونډه کي وويل سول ،چي په دوهم پړاو ټاکنو کي به برخه اخلو او اشرف غني احمدزي به تر ولسمشري چوکۍ پوري رسوي
د جمعې په ورځ د هيواد د سويلي حوزې د ولايتونو د بلوڅانو د قوم مشرانو له نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ
دغو مشرانو د خپلو خبرو پر مهال وويل چي په ټاکنو کي پراخ ګډون کوي او اشرف غني احمدزي ته به رايه ورکوي
دوي وايي چي د اوس وخت لپاره اشرف غني تر ټولو وړ کس دئ او د افغانستان په خير دئ
د کندهار دو تنو قومي او ولسي مشرانو حاجي اغالالي دستګيري او حشمت خليل کرزي هم خلګو ږغ وکړ ،چي د جوزا پر ٢٤دوهم پړاو ولسمشريزو ټاکنو کي برخه واخلي او په خپلو پاکو او شفافو رايو سره ډاکتر اشرف غني احمدزي د افغانستان راتلوونکي ولسمشر کړئ
ددوي په خبره ،چي اشرف غني احمدزي پوه ،لايق او وړ کس دئ،چي کولاي سي افغانستان د يو ښې راتلوونکي په لور رهنمايي کړئ
ياد قومي مشران وايې هر هغه څوک ،چي د ټاکنو په ورځ مداخله کوي او د اپروسه ګډوډه کوي،هغه د افغانستان او ددې ملت دښمن دي او نه غواړي چي د افغانستان خلګ په يوالي او سوله کي ژوند وکړي
بايد وويل سي ، چي ټاکني هغه وخت دوهم پړاو ته وغځېدې کله چي د ولسمشري له نوماندانو هيڅ يوه هم ٥٠+١ راي خپلي نه کړې
لومړي پړاو ټاکني د روان کال د حمل پر ١٦ ترسره سوې ،چي زيات شمېر پر شرايطو برابرو کسانو پکښي خپلي راي وکارولې
ډيري کسان وايي که د لومړي پړاو په څېر دا ځلي هم ورته امنيت برابر سي نو ټول به د رايو مرکزونو ته ولاړ سي او خپل د خوښي وړ کانديد ته به رايه ورکړي
د افغانستان امنتي چارواکو دوهم پړاو ټاکنو ته خپل چمتوالي ښودلي دئ