کندهار:دکوچنیانو ورځ دریو کوچنیانو ته مرګ ژوبله

اسدالله زړه سواند | جون 1st, 2014


په کندهار کي ماین چاودني دریو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چاودنه نن سهار لس بجې دکندهار د دامان ولسوالۍ د غره په کلي کي هغه وخت وسوه ،کله چي کوچنیانو لوبي کولې

دکندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايې نن سهار لس بجې دریو تنو ماشومانو ،چي په لوبو کولو بوخت وه ماین پرې چاودنه کړې ده

دده په خبره ،چي په ماین چاودنه کي دوه تنه وژل سوي او یو بل ټپي سوی دئ.

په کندهار کي په داسی حال کي دریو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ،چي نن د جون لومړي نېټه د کوچنیانو نړیوال ورځ ده

په دې ولایت کي د کوچنیانو حالت د اندیښنې وړ ښودل سوی دئ

Copyright Larawbar 2007-2024