کور / اسلامي / پر بندگانو د الله پاك حكم

پر بندگانو د الله پاك حكم

پربندګانودالله پاک حق
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
دمخلوق په پيداکولوکي حکمت دادی چي دوی بايد دالله پاک عبادت وکړي.
الله پاک پېريان اوانسانان دهمدې لپاره پيداکړي دي اونورشيان يې ددوی دگټي لپاره پيداکړي اوددوی تابع کړي دي څودوی له هغوڅخه دالله پاک په عبادت کولوکي مرسته واخلي.
دادانسانانودپيدايښت اصلي مقصددی اوداپربندګانودالله پاک حق دی .په قرآن عظيم الشان کي الله تعالی فرمايې:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56) مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ (57) إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (58)(سورة الذاريات)ژباړه:ماانسانان اوپېريان له دې پرته بل څه ته نه دي پيداکړي چي دوی دي زماعبادت وکړي،له هغوی څخه زه نه روزي غواړم اونه داچي دوی دي ماته خواړه راکړي،په يقيني توگه هماغه الله ښه روزي ورکوونکی اومحکم قوت والادی!!
علامه ابن کثيررحمه الله ددې آيت په تفسيرکي ليکي: أي: إنما خلقتهم لآمرهم بعبادتي، لا لاحتياجي إليهم.(تفسيرابن کثيرص:۶۹۵ج۵)يعني ماددې لپاره پيداکړل څودوی په خپل عبادت سره مامورکړم،ددې لپاره نه چي زه دوی ته اړوم!!
دآيت مطلب دادی چي الله تعالی بندگان ددې لپاره پيداکړي دي چي يوازي دالله پاک عبادت وکړي اوشرک ورسره ونه کړي،که څوک داکاروکړي نوالله پاک به يې غوره بدله ورکړي اوکه څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي په داسي حال کي چي دهمدې مقصدلپاره پيداشوی دی نوهغه ته سزاورکوي.
همدارازالله پاک داهم ويلي دي چي زه بندگانوته اړنه يم،بلکي بندگان الله ته په ټولوحالاتوکي اړدي ځکه الله پاک ددوی خالق اوروزي ورکوونکی دی.
دامضمون په ډېرواحاديثوکي هم راغلی دی چي دبېلگي په توگه موږدلته يوحديث ليکو:
عن معاذ بن جبل رضي الله عنه قال: كنت رديف النبي صلى الله عليه وسلم على حمار، فقال لي: “يا معاذ، أتدري ما حق الله على العباد، وما حق العباد على الله؟”، قلت: الله ورسوله أعلم، قال: “حق الله على العباد: أن يعبدوه ولا يشركوا به شيئاً، وحق العباد على الله: أن لا يعذب من لا يشرك به شيئاً”، قلت: أفلا أبشّر الناس؟، قال: “لا تبشرهم فَيَتَّكِلُوا” أخرجاه في الصحيحين.
له حضرت معاذبن جبل رضی الله عنه روايت دی چي زه درسول الله صلی الله عليه وسلم شاته په يوه سورلۍ ناست وم نوماته يې وويل:اې معاذه!آياته په دې خبريې چي دالله پاک حق پربندگانوڅه دی؟اودبندگانوپرالله پاک حق څه دی؟ماورته وويل:الله اودالله پيغمبرښه خبردي.
ويې فرمايل:پر بندګانودالله پاک حق دادی چي يوازي دده عبادت وکړي اوهيڅ شی
ورسره شريک نه کړي اودبندگانوحق پرالله دادی چي هغه چاته عذاب ورنه کړي څوک چي دده سره هيڅ شی نه شريکوي.
ماوويل:نوآيازه(په دې خبره)خلگوته زېری ورنه کړم؟ويې فرمايل:زېری خلگوته مه ورکوه نوبيابه سستي وکړي (بخاري اومسلم)
مطلب دادی چي څوک دالله تعالی عبادت په داسي طريقه وکړي چي بل هيڅ شی ورسره شريک نه کړي نودې انسان دالله حق اداکړی دی نودی اوس پرالله پاک داحق لري چي ده ته عذاب ورنه کړي.
بنده څنگه پرالله پاک حق لري؟
دالله پاک خوپرانسانانوحق شته خودانسانانوپرالله پاک واجب حق نشته ځکه پرالله پاک دهيچاواجب حق نشته اونه څوک پرالله پاک يوشی واجبولی شي.
په دې حديث کي چي ويل شوي چي ددوی پرالله پاک داحق دی چي له شرکه ځان ساتونکي ته عذاب ورنه کړي،دېته حق تفضلي وايي.
حق تفضلي دادی چي الله پاک دانسانانوسره احسان کړی دی اوله دې امله يې پرځان ددوی لپاره داحق منلی دی.
په دې هکله يوه شاعرداسي ويلي دي:
ما للعباد عليه حق وجب … كلا ولا سعي لديه ضائع
إن عُذِّبوا فبعد له أو نُعِّموا … فبفضله وهو الكريم الواسع
(شرح العقيدة الطحاوية لابن ابي العزالحنفي رحمه الله ص:۲۳۶)
يعني دبندگانوپرالله واجب حق نشته،هيڅکله نشته اونه دده سره دچاکوښښ ضائع کېدونکی دی.
که بندگانوته عذاب ورکول شي نودادالله پاک دعدل له امله دی،اوکه نعمت ورباندي وشي نودالله دفضل له امله دی اوهغه سخي اودپراخ فضل خاونددی!!
اوس که څوک دالله پاک عبادت نه کوي ياورسره په عبادت کي مخلوقات شريکوي نودې انسان نه يوازي داچي دالله جل جلاله حق ادانه کړو،بلکي دده دپيدايښت اساسي موخه يې ترلاسه نه کړی شوه نودداسي انسانانولپاره الله پاک سخت عذابونه تيارکړي دي.
عبادت به هم په داسي طريقه کوي چي بل څوک به نه ورسره شريکوي.
که بل څوک ورسره شريک کړي بيادغه عبادت اعتبارنه لري الله جل جلاله فرمايلي دي: {فَمَنْ كَانَ يَرْجُوا لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحاً وَلا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَداً}(الکهف:۱۱۰) (نوهرڅوک چي دخپل رب سره دملاقات هيله لري هغه دي سم نېک عمل وکړي اودخپل رب په عبادت کي دي بل هيڅوک نه شريکوي!!
يعني که څوک دقيامت دثواب اوجزاءاميدلري نوهغه دي دهغي دبرياليتوب لپاره دادوه کارونه وکړي:
۱:دشريعت مطابق ښه کارونه.
۲:له الله سره دي په نېک عمل کي بل څوک نه شريکوي.
يعني يوازي دالله پاک درضاءلپاره دي عبادت وکړي.
په مخکيني حديث کي بيان شول چي څوک شرک ونه کړي هغه ته به الله پاک عذاب نه ورکوي!!
ددې مطلب دادی چي که نورشرائط برابروو،نوسمدستي به جنت ته ځي،خوکه چانوري گناوي کړې وې نوبياکه دوزخ ته ولاړشي،نودتل لپاره به عذاب نه ورکول کېږي بلکي دسزاترتېرولووروسته به بياجنت ته ننوزي.
دالله پاک عبادت کول لکه څنگه چي دانسان دپيدايښت اصلي مقصددی همدارازپه دُنياکي هم دانسان لپاره ډېري گټي لري:
عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: قال الله: “يا ابن آدم، تَفَرَّغ لعبادتي أملأ صدرك غِنًى، وأسدّ فقرك، وإلا تفعل ملأت صدرك شغلا ولم أسد فقرك”.
ورواه الترمذي وابن ماجه، من حديث عمران بن زائدة، وقال الترمذي: حسن غريب .
له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:اې دآدم(عليه السلام)زويه!ته ځان زمادعبادت لپاره فارغ کړه زه به دې سينه له غنی ډکه کړم اومحتاجي به دي بنده کړم اوکه ته داکار ونه کړې نوسينه به دي له مشغولتياډکه کړم اومحتاجي به دي نه بندوم!!
کله چي انسان يوازي دالله پاک عبادت وکړي اوداحق يې پرځای کړي نوبياکه نوري گناوي وکړي هم اميدشته چي الله پاک دي ورته بخښنه وکړي:
عن أنس قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : « قال الله تعالى : يا ابن آدم ، لو أتيتني بقراب الأرض خطايا ، ثم لقيتني لا تشرك بي شيئا لأتيتك بقرابها مغفرة » (رواه الترمذي وقال حديث حسن)
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي ماله رسول الله صلی الله عليه وسلم واورېدل چي داسي يې ويل چي الله تعالی فرمايلي دي اې دآدم زويه!که ته ماته دډکي زمکي گناهونوسره راشي اوبياپه داسي حال کي ملاقات راسره وکړې چي زماسره دهيڅ شي شرک نه کوې نوزه به تاته دډکي زمکي دمغفرت اوبخښني سره راشم(يعني بخښنه به درته وکړم)(ترمذي شريف)
له دې حديث څخه دالله پاک دفضل پراخي معلومه شوه چي تردومروزياتوگناهونوهم چاته ورتېرېږي.
همدارازدتوحيداهميت هم ترې معلوم شوچي دبخښني لپاره شرط دی.
الله پاک دي توفيق راکړي چي دالله پاک حق اداءکړواوپه ښه ډول يې عبادت وکړو.
اوس عبادت څه ته وايي؟اوڅنگه بايدوکړل شي؟دابه ان شاءالله تعالی بيابيان کړو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين