د وسله والو په يوه بريد کي يو باندنى عسکر ووژل سو

عطاالله محمدي | جون 2nd, 2014


د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د وسله والو په يوه بريد کي د دوى يو عسکر ووژل سو.
ياده خبرپاڼه ليکي چي ياد باندنى عسکر د افغانستان په ختيځ کي د وسله والو په يوه بريد کي ووژل سو.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي عسکر د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى.

Copyright Larawbar 2007-2024