دوې خبري په يادښت درته سوغات دي
الله جل جلاله ته دي د اسمان دنيبولاؤ اوشيدوي کهکشانو تر سيارو اضافه ستاينه او صفت وي .
تاسي درنو ته دي سلام وي په دې هيله چي ددې ليکني دلوستني حوصله ترپايه ولرى .
انډيوالي درنګينيو مجموعه ده ، زوړ او ځوان نه غواړي چي زړه يې وغواړي ناسته سره کوي ، دوې خبرې په کښي ډېري اړيني دي يو مسلک دوهم عاطفه اومينه زما له سپين ږري شاعر ښاغلي عبدالرشيد ((مسئول )) سره دشاعرۍ په توسن تر څو مشاعرو وروسته انډيوالي سوه ، ددې انډيوالۍ عمده علتونه ، دهغه ساده کليوالي وضعه ، په ولسي کړو وړو کي ساده طرز ، دمجلس په ګرمېدو کي هغه رغنده رول لري کله چي څوک چي له نوموړي سره په مجلس کي کښېوزي زړه يې نه غواړي چي بيا ځيني ولاړ سي دشعر په نړۍ کي دهغه شاعرانه مستقيل طرز چي بويه سارئ يې کم ليده سي
دنوموړي له شاعرۍ سره مي هغه وخت مينه زياته سوه چي کله مي دده لمړۍ شعري ټولګه چي دپياوړي ليکوال او شاعر ښاغلي محمد ابراهيم سپېڅلي په زيار او اهتمام سره خپره سوې وه دنوموړي ديادي خپرې سوي ټولګي په تعقيب دهغه شاعرانه نړۍ دادى ددې کتاب په وړاندي کېدنه دوهمه ټولګه زموږ او ستاسي تر ګوتو را رسېږي .
دپښتو په شعر کي زما درشتوي مسلکيت نه بلدتيا ددې جوګه نه ده چي څه پر وليکم خو دنوموړي غوښتنه مي دې ته اړباسي چي دخپل نظر څه پراضافه کړم :
نوي ترکيبات
دمسؤل په شعر کي دپام وړ خبره دنورو په پرتله په شاعرانه کارونو کي نوي تر کيبونه دي دا ترکيبونه نه يوازي دا چي دنوموړي مسئول وشعر ته ځانګړې لاره ور کوي ور سره په بل اړخ کي دپښتو ادب په بډاينه او استقلال کي نوې بڼه له ځانه سره را وړي او راتلونکو نسلونو ته دمعاصري شاعرۍ رنګ او طرز وړاندي کوي .
تاسي ددې غونډ په درشل کي د((د جنون آس ،دعقل باز، لڅ صوفي ،د اقبال بجل، سپک ډالر، ايږګيلوې ،نادان حرص ،د هوس غرڅنۍ، د حرص سپاهيان، دبخت ناروغي، د پېغور زنځير ،د سوچ ګوته، د غيرت کاڼي، د صبر واښکى ،د ارمانو ګودام ، د توپ ټوخيان، دمسېح ميراث او په لس ګونو نور …)) داسي څه کلماتي ترکيبات وينى چي دنوموړي دشعر پانګه يې زياته کړېده .
دشاعرانه ترکيباتو اوډنه يې هره يوه پرخپل ځاى ددې جوګه ده چي بايد وستايل سي او کله ناکله دشاعرانه فنونو او بديعياتو په چوکاټ کي کره مثالي بول په ووهلاى سو .
فعلي ترکيبات
دمسئول په شعر کي ديادو کلماتو داستعمال تر څنګ دځينو فعاليتي نوو تر کيبونو استعمال يې يې يو بل تازه نوښت دى چي په شعر کي يې له ورايه ښکاري لکه ((پوښهار وي ،اوبه وو يې ، مړه وو يې ، ناز يې وړو، خال بريښي ، د بلبل آزمويني…)) هغه فاعلانه ترکيبونه دي چي په ډېرو کي يې دپښتو له اصلي تورو څخه يوــ يو کارېدلى دى .
پيغام:
پيغام دکلاسيک شعر روح بلل کېږي ،او شعر ته داسي يو رنګ ورکوي چي هيڅ وخت خپل رنګ له لاسه نه ورکوي سره تر دې چي په شاعرۍ کي درومانتيسيزم ، او ښکلا هنر ډېر اړين دى او دايې طرز دى چى دشعر دلوستونکي پام ژر وشعر ته اړوي خو پيغام هغه خاموش رمز دى چي کونجکاوه او عميق کسان دشعر تل ته بيايي او خپله انګېرنه ور څخه تر لاسه کوي مسئول هم خپل پيغام دشعر په سيلابيزه څپو کي را وړاندي کړى دى:
دشعر ليکني په اړوند ديوه منطقي استدلال په لټه کي دى ، شاعر ته پيغام آميزه تنبه ور کوي او دې ته يې را بولي چي شعر بايد هوسي ليکني قرباني نه سي،داسي شعر بايد ونه ويل سي چي شاعر يې دخپلي کورنۍ دغړو تر منځ نه سي ويلاى.
چي د رواج ؤ له رسومه دي وتلى وي شعر
د داسي شعر په جوړېدلو به چپک ښکارېږې
دردو نو کړولى دى په ولس يې خوا بديږي ددې تراژيدۍ دختمېدو په موخه خپل مخاطب ته وايي :
روښانه لمر د سولي ووينه زموږ په سترګو
د جګړو پر تيارو رڼا سه موږ نور مه ځوروه
داسي نور په لسګونو امثال …
ضرب المثلونه ((متلونه))
زړې خبرې ، پخې خبرې، په طول درنې خبري ،مرغلري او درنې خبري يې دکليوالي او ولسي ژوندانه پانګه ده، چي ښاغلئ مسئول يې پخپله قريحه کي کاروي دنوموړي دټولنيزو کړو وړو پانګه جوته وي دهمدې امله يې په شعر کي دمتلونو څرکونه تر سترګو کېږي :
((په حلوا کي مي غاښونه ووتل)) يې سارئ ليده سي
يا په لاندي بيت کي :
تلوار پر کار دخير کار د مردانو
د داسي کاره توبې د بزدلانو
چي د((پرښو تلوار پر بدو تامل)) دمتل مفهوم يې په پورته بيت کي دالفاظو په تغير مقيد کړيدى .
استعاروي کارونه او متضاد وصفونه
دشاعرۍ په ساده ژبه کي يې په ډېرو ملفوفو الفاظو داستعارو کارونه لوى هنر دى ورسره ترڅنګ ځان او جانان ته دمتضادو وصفونو کاروني يې دشاعرانه تسليس پختګي رڼه کړېده :
څه کېږي له کبر او نازه سره هيڅ نه کېږي ، نه لوى سړئ دى چي په خبره پوه سي نه کوچنى دى چي په تنبه پوه سي بس استعاروي پديده ده چي دجانانه اوصافو رنګ يې اخيستى دى ، مسئول وايي :
څه وکړم ستا له کبرو نازه سره څه وکړم
زه ددغه خپل زړګي ناسازه سره څه وکړم
دخپلو او جانان داوصافو پرتله بيا په ساده ګي سره کوي ، څومره ښه پرتلنه : پياز او سېب :
ما د مڼي خوند له ميني غوښتى اوس و پياز ته سو
خوله يې راترخه کړله د پيازه سره څه وکړم
التجا :
مسئول هم ديو مومن مؤحد غوندي دخداى پر يووالي باور لري دغفران او بخښني مالک يوازي الله جل جلاله ګڼي او ځانته دپاکۍ او له ګناه څخه دخلاصون لاره دالله جل جلاله بخښنه بولي چي ده ته يې وکړي :
ستا مهرباني ته د اميد لمنه پلنه لرم
ته يې ستار ته يې غفار تمه څښتنه لرم
خو مسئول دنورو شاعرانو غوندي دخپلي دې ټولګي په سرکي خپل شعر نه راولي بلکه داشعارو په تسلسل کي يې دا کار کړي دى .
ښاغلي مسئول په ځينو مواردو کي ځيني قحط القافيه شعرونه هم لري يو له دغو داروا ښاد رحمت الله بابا دشعر پر اقتفا د ((نټي ،لټي ،سکروټي، چټي او خټي)) په کلمو ختم سوى شعر دى چي له ځانه سره يو خوندور پيغام لري.
نامانوس کلمات
دا ډول کلمات عموماً يا هغه لغات او اصطلاحات وي چي مخکي يې رواج درلود ولي دوخت په تېرېدو له چلښته لوېدلي وي يايې مستعار رنګ اخيستى وي ځيني دا سي توري او کلمات بيا وي چي يوازي په يوه سيمه پوري تړاو ولري په نورو سيمو کي يې ډېر نه استعمال خلګ له سرګرمۍ سره مخامخ کړي وي دساري په ډول دکندهار دپنجوايي ولسوالۍ د((دهمراسي )) کلى چي دمغولو په دوره کي ((ده مرزي)) يا سرحدي کلى ورته وايه کېده يا دپښتو دوښمن ، چي دفارسي له دشمن او دفارسي دشمن بيا بيرته دپښتو له ((دښن )) يا ((ميرڅمن ))څخه اخيستل سوى دى يا په شرقي پښتونخوا کي د((ماشوم)) کلمه چي اصلي طرز يې دعربي ژبي ((معصوم)) دى دهمدې مفغن سوي اسم بيلابېل رنګونه په پښتني سيمو کي سته لکه ((کوچنئ ، زنکئ ، ڼکئ ، نانئ)) او … دده په شعر کي هم داسي کلمات سته چي نامانوس طرز له ځانه سره لري دا به په دې معني نه وي چي پښتو کي به کومه منشي نه لري خو کېداى سي په يوه ځانګړي سيمي يا لهجه پوري به تړاو ولري دساري په ډول ((برته)) دکلمې کارونه .
ښاغلئ مسؤل داصلي علتونو او بدګڼلو په اړوند ځوانانو ته هم ځيني توصيې کړيدي او دوى يې خبر کړي چي VCRاو TVدانسان ژوند ورعبث کوي يقيناً ښآغلى مـسؤل صاحب خپل مسئوليت درک کړي په همدې اساس مسؤلانه توصيه او خبره کوي خداى دي موږته توان راکړي چي ددې ډول سپين ږرو پر توصيو عمل وکړو او په پلونو پل کېږدو ماته ددرانه مسؤل ددې کتاب خپرېدل دنوموړي په مستقل او ادبانه طرز کي پر پښتو ادب يو نوې زياتونه ښکاري په دې اميد چي ځوانان او راتلونکى نسل يې مفاهم درک او دځانونو منشايې وګرځوي.
په ادب او درنښت
ورور مو
ن قران مل کندهار
غريبک کتابتون ١٣٩٣لمريز کال ثور ٢٩نېټه