ډاکټر عبدالله عبدالله له ۲ چاودنو روغ ووت

د لراوبر اداره | جون 6th, 2014


د ډاکټر عبدالله عبدالله پر موټر نن غرمه په كابل كي تر هغه وروسته لومړی د موټر بم او او بيا د مښلول سوي بم چاودني وسوې چي د يوې انتخاباتي غونډي څخه د بلي غونډي پر خوا روان وو.
تر پېښي لږ وروسته نوموړي خبري کنفرانس ته وويل چي ساتونکي يې ژوبل سويدي خو په هغه موټر کي چي محمد محقق او ډاکټر زلمی رسول هم ورسره ناست وه ، دوی ته زيان نه دی رسېدلی.

په دغه پېښه کي دوه زغره وال موټر ويجاړ سويدي او د مرګ ژوبلي دقيق شمېر تر اوسه نه دی څرګند.
ډاکټر اشرف غني دا بريد غندلی او د افغانستان د دښمنانو کار يې بللی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024