کندهار:دپیرمحمدکاکړ په یاد سیمنار

اسدالله زړه سواند | جون 7th, 2014


د فرهنګ او ادب د ځانګو په غیږ لرغوني کندهار کي د پیرمحمد کاکړ د دیوان ۲۴۰کالیزي په ویاړ علمي سمینار جوړ سوو
پيرمحمد كاكړ د پښتو هغه شاعر دى، چې د خپل ژوند ډېر ارمانونه او تجربې يـې موږ ته د خپلو گټورو او ارزښتمنو اثارو په غېږ كې راپرې ايښې دي. د هغه شاعري له سوز و گدازه ډكه ده او لږ داسې بېلگې په كې مونداى شو چې د خوښۍ او خندا څرك ولري.
د پښتو ددغه مبتکر شاعر پیرمحمد کاکړ د دیوان د بشپړېدو د ۲۴۰مي کالیزي په مناسبت په کندهار کي دوه ورځني علمي او تحقیقي سیمنار جوړیږي
د شنبې ورځ د دغه شاعر د علمي سیمنار لومړي ورځ وه،په دغه ورځ د ګڼو کسانو پیغامونه او ویناوي واورول سوې

کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا د جمهور رئیس هغه پیغام ولوست،چي همدې علمي سیمنار ته يې رالیږل سوي وو
په پیغام کي د کندهار له ولایتی ادارې او د غونډو له برخوالو مننه سوې وه،چي یو ځل بیا يې په کندهار کي د ادب نغری تود ساتلی دي
په پیغام کي هیله ښودل سوې وه،چي په دغه سیمنار کي به ډېری ګټوری مقالې او تحقیقونه وړاندي کیږي،چي د ځوان نسل لپاره به ډېری ګټوري وي

کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا د سیمنار ګدونوالو ته د پیرمحمد کاکړ د شاعري او ادبي اثارو په څنګ دکندهار پر ادبی فعالیتونو او د تاریخ په اوږدو کي دلته پر ترسره سوو فرهنګي لاسته لاوړونو رڼا واچول
د دده په خبره ،چي کندهار په سیاسی او فرهنګي ډګر کي خورا ځلانده نوم لري،چي تر اوسه يې دا نوم ساتلي او ساتي به يې
هغه وايې دا ډول سیمنارونه که له یوې خوا زموږ د پخوانیو فرهنګیانو د کړو کارو د حق اداینه ده له بلي خوا د ځوانانو لپاره هم ډېر ګټور بلل کیږي

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دواخان مینه پال بیا د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر پیغام ولوست
په دغه پیغام کي په کندهار کي د ادبی ناستو پاستو د جوړوني د ستایني ترڅنګ د لا دې ته ورته نورو غونډو او سیمنارونو د جوړولو سپارښتنه سوې وه
په پیغام کي د تکړه شاعر پیرمحمد کاکړ ژوند او اثارو ته هم اشاره سوې وه او د سیمنار له ګډونوالو غوښتنه سوې وه،چی د پیرمحمد کاکر د ژوند او اثارو په اړه نوره هم پلټنه وکړي

د سیمنار په جریان کي لیکوال او څېړونکي عبدالغفور لیوال دافغانستان د علومو اکادومي،استاد محمد انور خیري د کابل پوهنتون او سیداحمد قانع د کندهار پوهنتون پیغامونه ولوستل
په پیغامونو کي پیرمحمد کاکړ د احمدشاه بابا معاصر شاعر بلل سوي وو او ویل سوي وه،چي دده ډېر اثار پیدا سوي او د نورو هغو لپاره يې باید کار وسي،او غوښتنه سوې وه،چي د پیرمحمد کاکړ د بشپړ پیژندني، اثارو او فن په اړه دي نوري هم څېړني او معلومات راټول سي

د مبتکر شاعر پیرمحمد کاکړ د دیوان د بشپړېدو د ۲۴۰کالیزي د سیمنار په لومړي ورځ د هلمند او زابل ولایتونو د والیانو پیغامونه د همدې ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیسانو لخوا ولوستل
او په دې برخه کي يې د نورو زیاتو هڅو د کولو غوښتنه کړې وه
باید وویل سي،چي دا سیمنار به یوه ورځ بله هم دوام وکړي،چي له امله به يې د پیرمحمد کاکړ پر ژوند،فن او اثارو مقالې ولوستل سي

Copyright Larawbar 2007-2024