کور / سياسي / د طالب چارواکو ازاديدل اود سولي هيلي

د طالب چارواکو ازاديدل اود سولي هيلي

افغانان له تيرو د يارلسو کلو راهيسي، د اخترو په مبارکو ورځو د نوى کال په ورځو او داسي په نورو زياتو ورځو کي،هرځل دا دوعاکوي چي خداى (ج)دي ددې ورځو په برکت نور په افغانستان کي سوله اوثبات راولي او دغه ورځي پر نيک پال نيسي.
له ديارلسو کلو په تيريدو د افغانانو هيلې اوس هم تازه دي او مړاوي سوي نه دي چي ګواکي په افغانستان کي به يو داسي ورځ هم راسي، چي ژوند مود سولي په فضا کي نوې پيلامه وګرځول سي او هغه ورځ به ددوي له پاره په تاريخي لحاظ په پنځه زره کلن تاريخ کي لومړۍ د سولې ورځ وې.
په دا اخيرو کي د پنځو طالب مشرانو له بنده ازاديدل هم افغانان خورا هيله من کړى دي او د هر افغان په تندي کي د سولي هيلې له ورايه ښکارې او په دې اند دي چي دا پنځه کسه طلب مشران به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رښتني خبرې وکړي ترڅو نور په وطن کي سوله حاکمه او خلک بر کراره سي.
د ټاکنو ترڅنګ دې موضوع هم د کلي د مسجد مخته د سپين ږيرو،په ښارو کي د دوکاندارانو ترڅنګ بزګرانو او داسي نورو کسانو د بحث کولو ښه سوژه ګرځيدلې ده، هرڅوک ځانته نظر لرې خو ډېر ئې په دې اند دي چي ګواکي د سولي څراغان به دا طالب مشران بلوې.
موږد طالب مشرانو په ازديدو خوښي څرګندوواو له بنده د ازاديدو هرکلى ئې په ورين تندي کوواو پر نيک پال ئې نيسو او هيل من يو چي د سولې په برخه کي به رښتني کار کوي ترڅو ټول افغانان د خوښۍ او خوشحالۍ په فضاکي ګډ ژوند وکړي.
د افغانانو د سولي په برخه کي پراته خنډونه فکر نه کوو چي يوازي دي ئې افغان حکومت له مخي ليري کړي يا دي ئې يوازي طالب مشران له منځه ليري کړي دا خبره اوس ټولو نړيوالو او خصوصا افغانانو ته جوته ده چي د افغانستان سوله په څه کي او څنګه راتلاى سي، دا چي څوک څنګه دريځ ليري او په کومه طريقه له خپل دريځ څخه او د چا په وسيله استفاده کوي دا فکر کوم ټولو ته معلومه اوجوته خبره ده.
که موږ سوله يوازي طالب مشرانو ته راجيح کړو نو بيا باندنۍ لاسوهني او له باندنيانو ولي غوښتنه کوو چي په سوله کي له افغان دولت سره مرسته وکړي او يا هم پر نورو هيوادو ږغ کوو چي دافغانستان سوله ستاسو په لاس کي ده او هغوئ ته وايو که تاسو وغواړئ چي په افغانستان کي سوله راسي په څلرويشت ساعته کي سوله راتلاى سي.
د طالب مشرانو رول په پراخه کچه په دې برخه کي وينو چي ددوي هلي ځلي به خامخا يو څه نتيجه ورکوې ،خو اوس پوښتنه داده چي له ديارلسو کلو راهيسي افغانان د طالب مشرانو په ازديدو خوښي څرګندوي او هرځل له افغان دولت له چارواکو څخه بيا تر عام اولس پوري ټول له افغاني طالبانو څخه دا غوښتنه کوي چي نور جنګ بس دئ.
موږ دا ځل هم په زړه باندي په زور دا خبره منو چي ګواکي د سولي خبرې دي راتودې او د سولي پر محور دي راوګرځو او پس له د يارلسو کلو دي د سولي اتلان سو،خو بيا هم له طالب چارواکو څخه په خپل ټول اخلاص د زړه له کومي غوښتنه کوو چي په دې برخه کي چي ددوي څونه توان او طاقت وي د افغان بيچاره او مظلوم اولس مړاوي هيلي دي راژوندۍ کړي او که چيري جنګ نور همداسي جريان ولري نو نه يوازي به يو لوري ته زيان اوړي بلکي درو سرو طرفو ته به زيان اوړي او دا زيان يوازي اويوازي افغانانو ته اوړي.
موږ د سولې په برخه کي له افغان اولس مشره څخه بغير نور دسولې په برخه کي د افغان چارواکو بيغورې وينو او پردې باندي سترګي پټول هم کفر دئ او دا کفر کله کله ځيني ملګري او دوستان کوي خو ښاغلى اولس مشر د سولې راتلو ته ژمن دي، هغه چارواکي چي د سولې نارې وهي او زړه يې نه غواړي ترڅو په افغانستان کي سوله راسي او د دوي شخصي ګټي ترپښو لاندي سي،خو ددغسي کړونو له پاره بيرته موږ پر مقابل لوري ږغ کوو چي نور د سولې اتلان واوسئ او د هيواد جوړول انجينران سۍ.
له هغو پنځو کسو طالب مشرانو څخه پرون او هغه بله ورځ له ګونتانامو څخه پس له کلو ازاد سوه د يو افغان په حيث په ډېر درناوى غوښتنه کوو چي په دې برخه کي دي په رښتنې ټوګه تر خپله وسه کار وکړي او له افغان دولت څخه هم غوښتنه کوو چي نور د سولي په برخه کي په رښتني توګه کار وکړي که چيري دواړه طرفه د سولي په برخه کي په رښتني توګه کار وکړي هيله من يو چي په سلو کي اتيا فيصده ستونزي به مو حل او شل فيصده باندنۍ لاسوهني به پاته سي.
کله چي اتيا فيصده ستونزي حل سي شل فيصده بيا جز دي او جز د کل تابع دئ.
په درنښت