په مسکو کې د روسي پوشکین ۲۱۵ کلیزه ونمانځل شوه

د لراوبر اداره | جون 7th, 2014


په مسکو کې د افغانانو سراسري ټولنې فرهنګي څانګې په نوښت د یاد هیواد نامتو او په نړیواله کچه پیژندل شوي شاعر ښاغلي الکساندر سرګیویچ پوشګین ۲۱۵ مه کلیزه ونمانځله
په مسکو کې د افغانانو د سراسري ټولنې ریس ښاغلي غلام محمد جلال پرانیستونکي وینا وکړه او میلمنو ته یې ښه راغلاست وویل. نوموړي د پوشګین په ژوند او په شاعرۍ خبرې وکړې نوموړی یې د خپل وخت غزلبول شاعر او یو نه هېرېدونکی شخص وباله.

ور پسې د مسکو د ښاروالۍ استازي او شاعر ښاغلي واګرام وارد کیسویچ د پوشکين پر ژوند او فن خبرې وکړې. نوموړي خپلو خبرو کې د افغانستان او روسيې په فرهنګي اړیکو هم خبرې وکړې، ويې ویل چې د افغانانو سره ډير نږدي اړیکو لري، په خبره يې افغانان ډير مینه ناک خلک دی او په میلمه پالنه کې یې یو ځانګړی مقام لري.
ورپسې ښاغلي الکسي دروژین چې په مسکو کې د ملګرو ملتونو د خونې استازی او د یادې شورا مرستیال هم دی خبرې او وينا وړاندې کړه.
نوموړي خپلو خبرو کې ویل چې یادې غونډې د دواړو هیوادوانو اولسونه نور هم نږدي کوي او د یادې ټولنې فرهنګي هڅې یې وستایلې.
د غونډې دویمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړی شوې وه چې د افغان شاعرانو په کډون لسګونه روسي نارینه او ښځینه شاعرانو برخه په کې اخیستې وه، چې دکډون والو لخوانه په چکچکو بردرګه شول،
د غونډې په پای کې ګډونوال ټول د پوشکين د مزار ليدنه وکړه او په قبر يې د ګلونو ګيډۍ کېښودې.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ته د پوشکين د شعرونو ټولګې ورکول شوې او غونډه پای ته ورسېده.
په مسکو کې د افغانانو فرهنګي ټولنې له دې وړاندې لسګونه نورې ورته غونډې کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024