اولسونه دي پرته له بيري په ټولټاکنو کي ګډون وکړي

عطاالله محمدي | جون 9th, 2014


اولسونه دي پرته له بيري په ټولټاکنو کي ګډون وکړي.
دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د سیداباد ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو له قومي مشرانو سره په ولایت مقام کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وکړ.

نوموړی وویل: افغانانو تل قربانۍ ورکړي او د همدغه قربانیو په ترڅ کې یې د میړانې او زړورتیا لقبونه ترلاسه کړي،نو لازمه ده،چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د واک لیږد کې هم په پوره زړور تیا سره برخه واخلو.

هغه زیاته کړه،موږ د لومړی ځل لپاره د واک لیږد د دیموکراسۍ له لارې د ازادو ټاکنو به ترڅ کې ترسره کوو او تر دې وړاندې په افغانستان کې د واک لیږد د ټوپک او جګړې په ترڅ کې انتقال شوی .

د میدان وردګو والي دغه قومي مشرانو ته لارښوونه وکړه،چې پخپلو سیمو کې په دغه برخه کې د خلکو ذهنیتونه روښانه کړي،ترڅو په دویم پړوا ټاکنو کې ښځې او نارینه،چې د رایې ورکونې مستحق وي،د خپل راتلوونکې ټاکلو په موخه خپله رایه وکاروي .

ده قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ،چې په ټول توان سره یې امنیتي ځواکونه هڅه کوي،چې په دغه ولایت کې د رایې ورکونې بهیر امنیت خوندي وساتي.

یادو قومي مشرانو ژمنه وکړه،چې په دویم پړوا ټاکنو کې به د سیداباد ولسوالۍ ولسونه په پراخه توګه برخه واخلي .

دوی زیاته کړه،د دې سربیره،چې د دوی د سیمې ولسونه به خپلې رایې وکاروي،ترڅنګ به یې د تقلب د مخنیوي په موخه هم پراخه ګامونه اوچت کړي او د رایې ورکونې په ورځ به د ناظرینو دنده هم اجرا کړي .

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې هم د میدان وردګو والي د دغه ولایت له ګڼ شمېر قومی مشرانو سره په ټاکنو کې د ګډون په موخه خبرې اترې ترسره کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024